‎د سولې ښه فرصتونه !
‎اوس هغه وخت رسېدلی چې ټول افغانان د سولې له فرصتونو څخه ګټه واخلو ، او د پرديپالو په وړاندې یو موټی شو.
‎لومړی فرصت په افغانستان کې ټول دیني علما د جګړې او افغان وژنې ضد فتواورکوي باید ددې علماو ملاتړ وکړو، او ددوی په ساتنه کې له دولت سره جدي همکاري وکړو.
‎دوهم فرصت د ټاکنو پروسه ده کله چې موږ په ټاکنو کې په پراخه
‎کچه برخه واخلو کولی شو چې ولسي جرګې ته په هېواد مئین او په پوهه سمبال شخصیتونه را ولېږو داسې استازي چې د حکومت ملا ور وتړي نه داسې اشخاص چې پردیو ته په جاسوسۍ د حکومت ملا ورماته کړي کله چې اهل کسان د ولسي جرګې غړي شي د دولت ملت، او ولسي جرګې هدف، فعالیت، او غږ به یو وي. په دې توګه موږ سولې ته رسېدلی شو.
‎دریم فرصت برښنايي پېژند پاڼو وېش دی ، ددې پروسې په پيل سره به ‌‌‌‌‌‌ډېر پر وطن مئين او پرديپال اشخاص مشخص شي، دا یو حقیقت دی چې افغانان سوله غواړي او د شته نظام پياوړتیا غواړي ، پرديپال تل د نظام تخریب او نسکورېدل غواړي ، هغوی چې له افغانیت څخه منکر شول او برښنايي پېژند پاڼې وانه خیستې څرګند به شي چې ددې خاورې دښمنان څوک دي بیا به هغه وخت دولت خپلې لارې ورته وګوري.
‎څلورم فرصت هغه افغاني طالبان چې تر ننه د افغانانو په وړاندې جنګېدل ، ددې وطن اصیل بچیان امنیتي ځواکونه یې شهیدانول ، نن ورځ همدا دولت دې طالبانو په وړاندې جګړه دروي که لږ هم له وسله والو طالبانو سره انساني احساس وي نو را دشي د دولت سره د یو ځای شي ددې وطن څخه د داسې ساتنه وکړي چې هېڅ بل هېواد ته ضرورت پيدا نشي چې راشي او زموږ
‎د خاورې ساتنه وکړي.
‎موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر فرصتونه لرو د سولې رسېدو ته.
‎راځئ چې موږ
‎نړۍ ته وښایو چې موږ افغانان د جګړې طرف نه بلکې قرباني یو ، موږ سوله غواړو، موږ
‎تشدد نه غواړو، موږ
‎وینه بهېدل نه غواړو، موږ ټولو اسلامي او انساني اصولو ته ژمن ولس یو .
‎راځئ چې موږ د هغو هلمندي ځوانانو کاروان ورته مثال کړو چې د سولې د پاره له هلمنده تر کابله په لوڅو پښو را روان شوي .
‎راځئ چې موږ د خپل دولت هغه نیت ور ښکاره کړو چې له وسله والو سره یې اوربند اعلان کړ.
‎ځکه دا اور بند د سولې د پاره یوه خلاصه شوې دروازه ده .
‎کله چې موږ یو ښه پياوړی نظام ولرو د حکومت په راس کې ښه پياوړي مشران ولرو ،کله چې موږ ښه قوي اردو ، هوايي ځواک، ملي پولیس، کماندو ولرو، کله
‎چې موږ پياوړي دیني عالمان ولرو، کله چې موږ په افغانستان کې پياوړي لوی قومونه ولرو دا خپله د سولې فرصتونو ته لارې دي، که مو له دې فرصتونو ګټه واخستله ، او د نظام د داخلي مخالفینو او پردیپالو په وړاندې یو موټی شولو ، دښمن مو ماتې خوري او موږ به یو سوله ییز ژوند ولرو .
‎صرف یوې قوي ارادې ته اړتیا ده .

‎مینه منګل