د اسلام د ستر پیغمبر حدیث دی چې د عالم مرګ د علم مرګ دی کابل کې تروریستانو یو بل ستر بشري جنایت ترسره کړ او په یو ناځوانمردانه،غیر انساني،غیر اسلامی او بشر ضد شیطاني عمل سره يې هغه جید دیني علماء په نښه کړل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې دټینګښت او د روانې جګړې د حراموالي په موخه دوه زره کسیزې غونډې ته رابلل شوي وه.
راځئ چي دسولي په معنی د الله جل جلاله دحکم مطابق ځان پوه کړو چي سوله کله او دچاسره سوله غوښتل شرعي دلیل لري؟ ِ
وَاِنۡ طَآٮِٕفَتٰنِ مِنَ الۡمُؤۡمِنِيۡنَ اقۡتَتَلُوۡا فَاَصۡلِحُوۡا بَيۡنَهُمَا‌ۚ فَاِنۡۢ بَغَتۡ اِحۡدٰٮهُمَا عَلَى الۡاُخۡرٰى فَقَاتِلُوا الَّتِىۡ تَبۡغِىۡ حَتّٰى تَفِىۡٓءَ اِلٰٓى اَمۡرِ اللّٰهِ ‌ۚ فَاِنۡ فَآءَتۡ فَاَصۡلِحُوۡا بَيۡنَهُمَا بِالۡعَدۡلِ وَاَقۡسِطُوۡا ؕ‌ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الۡمُقۡسِطِيۡن ......الجرات ۹ ایت.
کله چي تاسو ووینی چي د دوو مسلمانانو ډلو ترمنځ جکړه روانه وي نو دریمه ډله یا منځ ګړی مسلمانان دي دواړي جنګي ډلي وویني چي کله ورته معلومه شول چي یوه ددې دوو ډلو څخه پرحق ده نو دریمه ډله دمسلمانو دي هغه یاغې ډلې ته نصحت وکړي چي بغاوت بریږدي او که باغي ډلې ونه منل نو منځ کړې ډله دي هغه دحق د ډلې سره ودریږي او پر باغې ډلې دي ترهغه وخته جنګ وکړي څو بیرته دحق اودین پیروۍ ته راګرځي یعنی (ظلم، شراو فساد او قتل) پریږدي چی ورسته دي نو ددې ډلو ترمنځ په انصاف اوعدل سره سوله ور وکړي.
تروریستانو په دغه برید سره یو ځل بیا زموږ دبېګناه،بې دفاع هېواد والو او جیدو دیني علماؤ وینې توی او هغوی شهیدان او ټپيان کړل او په دې سره يې زموږ مظلومې کورنۍدروژې په دې مبارکه میاشت کې چې د لوی څښتن تعالی د عبادت او بخښنې میاشت ده د ویر په ټغر کېنولې.
د هېواد ،خاورې ،خلکو او سولې دښمنان دې په دې پوه وي چې دوی به هیڅ کله په دغو شومو او بزدلانه بریدونو او کړنو سره زموږ د دیني علماو او هېوادوالو هوډ او ارادې کمزورې او بدلې نه کړي،بلکې ددوی ددا ډول شومو بریدونو په ترسره کیدو سره به په هېواد کې د میشتو ولسونو ترمنځ لازیات د یووالي اړیکې ټینګې او پيآوړي شي ۲۰۰۰ ډېر افغان دیني عالمان کابل کې راټول شوي وو او په افغانستان کې یې د روانې جګړۍ په اړه فتوا صادره کړه.په دغه فتوا کې د یو شمېر ایتونو او حدیثونو پر بنسټ ویل شوي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ شرعي دلیل نه لري.
د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا غړي خدابخش محسني، چې د عالمانو فتوا یې لوسته، وویل: " موږ په افغانستان کې د جګړې د ژر تر ژره درېدو لپاره فتوا ور کوو او زموږ خبرې دولت او هغو کسانو ته راجع دي چې له مودو د دولت پر وړاندې جګړه کوي."
هغه وویل، ځانمرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي او له کبیره ګناهونو ګڼل کېږي.
د نشه يي توکو او شرابو له تولید او کارولو او همدارنګه له فساد، تبعیض او درز اچولو مخنیوی هم د دیني عالمانو د فتوا برخې دي. فتوا کې به کلکه غوښتل شوي چې مسوول بنسټونه باید په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د تفرقې خپرولو مخنیوی وکړي او د بیان له ازادي دې د ناوړه استفادې مخه ونیسي. تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په پار په کوردننه او بهر افغان او د اسلامي نړۍ نورو عالمانو ناستې کړي، خو د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه دغو ناستو او د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.عالمانو د دې فتوا چې په دې افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه حرام دي طالبان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د نړیوالو امنیتي ځواکونو له لوري تر فشار لاندې دي، اوږدې جګړې او پراخو تلفاتو دوی ستړي کړي دي، یو شمېر هغه لوړپوړي چارواکي چې غوښتل یې خبرې وکړي د پاکستان له لوري وژل شوي یا بندیان شوي دي، ملابرادر چې په طالبانو کې دویم ځواکمن کس و او د سولې خبرې يې پيل کړې وې د ۲۰۱۰ کال د فبروري په میاشت کې په کراچۍ کې ونیول شو، د دوی پخوانی دفاع وزیر ملا عبیدالله په کوټه کې ونیول شو او وروسته ووژل شو، نوموړی د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر میاشتې پر پنځمه نېټه له مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي سره د کندهار په شاوليکوټ کې لیدلي و او هلته یې ورته د پخلاینې ځینې نښې ښوولې وې.د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول هم په پاکستان کې ونیول شو، نوموړی د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د هغو طالب مشرانو له خوا مشر وټاکل شو چې د ملا اختر منصور له مشرتوب سره یې مخالفت درلود، ملا رسول د ۲۰۱۵ کال جولای په میاشت کې په اسلام اباد کې و او هلته یې د سولې په هغو خبرو کې برخه واخیسته چې د افغان سولې په ملاتړ د څلورو هېوادونو له لوري پيل شوې وې.د طالبانو مشر ملا اختر منصور مخکې تر دې چې په بلوچستان کې ووژل شي له پاکستانه ډار درلود، منصور د پاکستان د هغو اوامرو له منلو غاړه غړوله چې هغه ته یې ویل باید په افغانستان کې بنسټیز تاسیسات، ښوونځي، پلونه او سړکونه وران کړي ترڅو د افغان حکومت لپاره د جګړې لګښت زیات شي.