خدايزده څه ډول، څه شـان يـوو
عجيبه راز انســانــــان يــــوو
نـــه د يــو څاروان کاروان يوو
نـــه پــه يـــو مسير روان يوو
د رســـول(ص) هم امتيان يـوو
د ابليس هـــم پيــروان يــــوو
نــه خپل کار لــــره حيران يوو
نـــه پـــه فکر د خپل ځان يـوو

ســـل څېرې ســـل مو مخونه
خـــوی مو خــار ګل مو مخونه

د عمر(رض) لارويـان مــونږ يوو
د «لولو» داداګان مــونــږ يـوو
خــوارج د زمــــان مـــونږ يوو
همفکران د عثمان(رض)مونږ يوو
د علي (رض) پلويــان مـونږ يوو
معاويه (رض) نه قربان مونږ يوو
د حُسين(رض)عاشقان مونږ يـوو
د يذيد لښکريــان مــونږ يـــوو

ســـل څېرې ســـل مـو مخونه
خوی مــو خـــار ګل مـو مخونه

مجاهد او غــازيــان مــونږ يـوو
پـــه «لينن» دروديان مـونږ يـوو
مــدافع د «روښان» مــونږ يوو
د «جناح» مــريــدان مــونږ يوو
ســره پــه وينو د ځان مونږ يوو
قــاتـلان، مقتولان مـــونــږ يوو
پــــه دعـــوه مـومنان مونږ يوو
پـــه فتوا کافــران مــونــږ يوو

سل څېرې سل مـــو مخــونــه
خوی مو خار ګل مـــو مخــونـه

که ټوټه کړ ســور ښامار مونږ
کــړو قبول د بـــرګ زنـــار مونږ
خپل ورور پورته کړ پـــه دار مونږ
بېګانــه تـــه واچــو هــار مونږ
د جنت پــــه نيت او پـــــار مونږ
ژبهور کــــړ ځانته نــــــار مـونږ
چې خپل خپل کـــور کړو تيار مونږ
وران کړ هر يو خپل خپل ښار مونږ

ســـل څېرې ســل مــو مخونــه
خــوی مــو خـار ګل مــو مخونـه

څوک زمــــونــــږ څراغ، څراغ دي
څوک پـه ضـد د هـــر فــــراغ دي
څوک بلبل شـان سر پــــه کاغ دي
څوک لـــه هــــر غمـه فــراغ دي
د چـا حال تــــه وران دمــــاغ دي
د چــا زړونـــه پــرې باغ، باغ دي
څوک مـــو بڼ لـــره زاغ، زاغ دي
څوک لاله شان پـــرې داغ، داغ دي

ســل څېرې ســـل مـو مخــونه
خــوی مو خـــار ګل مو مخــونه

پـــه پـلــور روږدي د ايمان يـوو
بې وجـــدانـــه تجـــاران يـــوو
د خپل لـوی کـــور دښمنان يـوو
خپله مـور خورو لــړمــــان يـوو
د خيالـــي نـــړۍ شــاهان يـوو
حقيقت کــې غــلامــــان يـــوو
د بل ســود ته پــه خپل زيان يوو
وفــــاداره نــــــوکــران يــوو

سـل څېرې ســل مـــو مخـونه
خـوی مو خــار ګل مــو مخـونه

پـه خپل ځان مئينان مــونږ يــوو
د خپل ځان دښمنان مـــونږ يـوو
نفه مونږ يوو نقسان مــونږ يـوو
اغـزي مونږ يوو ګلان مونږ يـوو
پــه زړو کلک قصابـان مـونږ يوو
قربانۍ تــه ګډان مـــونــږ يوو
شيرين زويه! ښکاريان مونږ يوو
شيرين زويـه! مـرغان مـونږ يوو

ســل څېرې ســل مــو مخونـه
خوی مـو خــار ګل مــو مخونـه