د نوازشریف وروستي اعترافات باید جدي ونېول شي!
په پاکستان کې ISI او پوځ تر اوسه پورې د سپېڅلي ځواک پتوګه ګڼل کېدل او د ملکي جیګپوړو چارواکو په ګډون، هیچا زړه نه شي کولای پرهغه نیوکه وکړي. پاکستانیان تر اوسه په دې باور ول، په داسې ځواک نېوکه چې ځان نامسئول او واجب الاحترام بولي اسانه کار نه دی، د زمري زړه غواړي او د سر سره لوبې دي!
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ «PTM» او د غورځنګ مشر منظور پښتین، د پاکستان په اویا کلن لنډ ګنډ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، پوځ او ISI نیغ په نیغه تر نېوکو او د منطق تر سوباړو لاندې ونېول او د دوی د سپېڅلتیا طلسم يي مات کړ. لیري نه ده چې د PTM داسې زړوردریځ به نورو هغو کسانو ته چې له پوځ او ISI څخه روغ زړه نه لري، جرئت ورکړي چې په خبرو راشي. دا چې نن د پاکستان شړل شوي لومړي وزیر نوازشریف پر پوځ او ISI په نامستقیمه توګه او تړتړۍ ژبه نیوکه کوي، سرچینه او الهام يی د پوځ او ISI په وړاندې د PTM له غوڅ او څرګند دریځ او د هغه هېواد په کورنیو حالاتو کې د ژور بدلون څخه بې اړېکې نه شو ګڼلای.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې د فساد دوسیه يي په محکمو کې ښکته پورته کیږي، په وروستیو کې د هندوستان په تجارتي مرکز ممبۍ ښار کې د ۲۰۰۸ کال د تروریسي حملې په اړه چې د ده په وینا هېواد يي پکې لاس درلود، د ډان ورځپاڼې سره مرکه کې وایي«په پاکستان کې افراطي وسلوال فعال حضور لري، ایا موږ باید اجازه ورکړو چې له سرحد څخه واوړي او په ممبۍ کې ۱۵۰ کسان ووژني؟ ما ته وضاحت راکړۍ، ولې په دې تړاو پیل شوې محکمه نه بشپړیږي؟»
که څه هم د ممبی تروریسټي حملې د دوسيې د ځنډ په اړه، نوازشریف پر محکمه په داسې مهال نیوکه کوي چې محکمه غواړي د ده او د کورنۍ د فساد دوسیه يي وڅېړي او ده ته د بند سزا واوروي، خو که له بند څخه ډار يي یوې شېبې لپاره له پام وغورځوو، نوازشریف د پاکستان د بنسټګر مسلم لیګ ګوند مشر او د داسې ایالت لکه پنجاب، شتمن او واکمن استازی دی چې د پاکستان د ملاتیر جوړوي، د ده لخوا د پاکستان پر واکمنو دا شان نېوکه د دې هېواد په راوروسته تاریخ کې کمسارې بللای شو.
البته دا باید هم هېره نه کړو، پېشو د خدای لپاره موږک نه نیسي، که د بندې کېدو ډار د نوازشریف سره نه وای او د پاکستان کورني حالاتو بدلون نه وای موندلی، هغه به هیڅکله د ممبی د حملې په اړه خوله په دې ډول، نه وای پرانیستې!
خو د هند چارواکي نوازشریف سره دا نه مني. د هندوستان ځانګړی عمومي څارنوال اوجوال نیکام د مۍ په ۱۲ مه، د هندوستان «ANI» تلویزون ته وویل « دا مسئله اوس نړيوالې ټولنې ته دا خبره ثابتوي، نواز شريف چې د پاکستان د حکومت صدراعظم وو، معلومات يې لرل او هغه وخت يې هڅه نه وه کړې چې د هغې حملې اړونده پيل شوې محاکمه يوې نتيجې ته ورسېږي. له دې څرګندېږي چې پاکستان کې د حکومت په نوم هېڅ شى نه شته. هلته موجوده حکومت يو ګوډاګى حکومت دى چې يوازې د پاکستان د پوځ په اشاره کار کوي.»
د نوازشریف په یاده څرګندونه کې چې وايي په پاکستان کې افراطي وسلوال فعال حضور لري، داسې څه وینو چې نور پاکستاني جیګپوړي چارواکي پرې اعتراف نه کوي او په تېره بیا دا چې نوموړی وايي موږ څنګه اجازه ورکړو، چې دوی له سرحده واوړي او په ممبی کې ۱۵۰ تنه ووژني!
دلته نواز شریف پر محکمه نیغ ورځي، خو د پوځ او ISI په اړه په تړتړۍ ژبه غږیږي او غواړي څنګځن ترې تېر شي.
پرنسیب دا دی، د دې پوښتنو ځواب باید تر نورو مخکې نوازشریف ورکړي، ځکه چې نوموړی د پاکستان په نوم د هېواد لومړی وزیر پاتې شوی، خو د ده څرګندونې ښۍ چې پاکستان کې ځواک ملکې چارواکو سره نشته او داسې واک یوازې پوځ او ISI سره دی چې هندوستان هم له دې غمه ژړیږي!
بلخوا نوازشریف د ګاونډي هند په اړه، د خپل داسې څرګند اعتراف سره سره بیا هم غوښتي د بل ګاونډي افغانستان په اړه د حقایقو له ویلو ځان ښویه تېر کړي. ترهګر له پاکستانه یوازې د هند په لور نه اوړي، بلکې د ترهګرو لویه برخه د بل ګاونډي افغانستان په لورهم اوړي چې یوازې پرون يي په جلال اباد کې ۱۰ تنه ملکي کسان ووژل او تر ۴۰ زیات يي ټپیان کړل.
دا چې نوازشریف ولې په افغانستان، هندوستان او تر ټولو لومړی په کوزه پښتونخوا کې په ترهګریزو بریدونو کې د پاکستاني پوځ او ISI نوم نه اخلي او چوپ پاتیږي، یوه بله معما ده چې ښای د حل کیلې يي نواز شریف ځکه په خپل جیب کې پټه ساتلې وي چې هلته د پنجاب ګټې چې نواز او کورنۍ يي اصلي جرړه جوړوي، په پام کې نېول شوې دي.
نوازشریف وايی افراطي وسلوال په پاکستان کې فعال حضور لري، ایا په دې فعال حضور کې پاکستانی پوځ او ISI لوی لاس نه لري؟ نواز شریف ولې دا خبره په ډاګه نه کوي!
اوس چې ټوله سیمه کې د پوځ او ISI په ورانکارو توطیو او پلانونو، پاکستان د نړۍ په خوله کې لویدلی او ګوښه شوی، پوښتنه دا ده، نوازشریف د پوځ او ISI افشاکول، د بل کوم مهال لپاره ساتلي دي؟
د پاکستاني دولت ملکې برخه، له هغه مسئولیته ځان نه شي بچولای چې پوځ او ISI د ترهګرو په ملاتړ ګاونډیو هېوادو او کوزو پښتنو ته رسولی!
اوس که نواز شریف په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د ترهګرو د ملاتړ په اړه د پاکستاني پوځ او ISI په تړاو، غږیږي یا نه، یوازې د ممبۍ تروریستي حملې په اړه د هغه څرګند اعتراف په ډاګه کوي چې اسلام اباد کې واکمن ټولې سیمې ته تروریزم صادروي.
افغانستان، هند او کوزه پښتونخوا باید د تروریزم د ملاتړ په اړه د نوازشریف وروستۍ څرګندونې ترپوښتنې ګرویګنې لاندې ونیسي او په دې اړه خپل غږونه نور هم رسا کړي.
پاکستانی دولت باید لا نور هم د یوه تروریست دولت پتوګه نړۍ ته وپېژندل شي.
همدارنګه د نوازشریف څرګندونې دې، له ترهګرو د ملاتړ د سند پتوګه ملګرو ملتو ته وړاندې شی.
د ۲۰۱۸ کال د مۍ ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی