د میانمار حکومت دا قبوله کړې چې د اوس لپاره یوازې ۱۰۰۰ روهنګیایان چې د دغه هیواد له رخاین ایالت څخه بنګله دیش ته تښتیدلې وو بیرته خپل هیواد ته راستنوي.

بنګله دیش او میانمار د روان کال په جنوري میاشت کې د روهنګیايي کډوالو د بیرته ستنولو پر سر تړون لاسلیک کړ خو تراوسه هیڅ کوم یو روهنګیايي کډوال میانمار ته ستون شوې نه دی او دغه زر تنه به لومړني روهنګیایان شی چې بیرته خپلو سيمو ته ستنیږي.

د میانمار د مهاجرت او نفوسو وزیر (یو تین سوي) د دوشنبې په ورځ وویل، د بنګله دیش حکومت ورته د قابو اته زره کسانو لیست ورکړې چې چمتو دي په خپله خوښه بیرته میانمار ته راستانه شي.

نوموړي وویل، میانمار د دغه کسانو له جملې زر تنه تراوسه تایید کړې چې د رخاین ایالت پخوانې اوسیدونکي دي او کولې شي راستانه شي او د لیست د پاتې کسانو کتنه جریان لري چې تر تایید وروسته هغوی هم کولې شي خپلو سیمو ته بیرته راشي.

خو د ملګرو ملتونو په حواله د میانمار حکومت د تیر کال له نظامي عملیاتو وروسته چې په رخاین ایالت کې د جنګیالیو په وړاندې ترسره شول، لږترلږه اووه لکه روهنګیايي مسلمانان د دغه هیواد له شمالي رخاین ایالت څخه بنګله دیش ته تښتیدلي.

خو د میانمار حکومت دغه شمیره رد کړې او ویلې دي چې یوازې هغه روهنګیايي کډوال به بیرته قبول کړې چې له یادو عملیاتو مخکې په میانمار کې اوسیدلي اوسي او وغواړي په خپله خوښه بیرته راستانه شي.