په استرالیا کې د کډوالو د عمل ایتلاف مشر آیین رینټول وايي د تیرې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو د نایرو توقیف مرکز له ۱۵۰ کډوالو سره د متحدو ایالاتو د مهاجرت چارواکو امنیتي مرکې ترسره کړي.

نوموړی وویل، په دغو مرکو کې ټول ایراني اوسومالي پناه غوښتونکي چې له ځینو سره یې کورنۍ او ماشومان هم وه، د متحدو ایالاتو د مهاجرت چارواکو لخوا امریکا ته د بیامیشتیدنې لپاره وړ نه دې بلل شوي او هغوی ته یې د رد ځواب ورکړې.

نوموړی همداراز وویل، دا هیڅ شونې نه ده چې دا ټول ایراني او سومالي وګړي دې د قانوني دلایلو پر اساس رد شوي وي، ځکه د ټرمپ اداره وايي چې د ایراني او سومالي وګړو امریکا ته په ورتګ اوس کوم رسمي بندیز نشته، خو په نایرو کې بیا د متحدو ایالاتو د مهاجرت چارواکي پر دوی یو غیر رسمي بندیز تحمیلوي.

ښاغلي رینټول زیاته کړه، اوس دا معلومه شوه چې د استرالیا حکومت د کډوالو د تبادلې تړون له متحدو ایالاتو سره نیمګړې دی، ځکه په نایرو کې د کډوالو دریمه برخه ایرانیان تشکیلوي او د متحدو ایالاتو د مهاجرت چارواکو لخوا هغوی ته د رد ځواب په ویلو سره دا جوته شوه چې هغوی د دغه تړون څخه برخمن کیدای نشي.

بله خوا د یو راپور په حواله د نایرو توقیف مرکز یوې ایرانۍ میرمنې امریکا کې د بیامیشتیدنې په اړه د رد ځواب د ترلاسه کولو وروسته د ځانوژنې هڅه کړې خو د نورو کډوالو لخوا پروخت ژغورل شوې.