په تیرو څو کلونو کې چې کوم پناه غوښتونکي د سمندر له لارې استرالیا ته تللي، هغوی تر نیول کیدو وروسته تراوسه د استرالیا په سمندري توقیف خونو کې ساتل کیږي او اوس د دې امکان شته چې دغه کسان ښايي تر اوږدې مودې نور هم هلته پاتي شي.

د تیرې جمعې په روځ په دې اړه د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن په یوه غونډه کې وویل چې که څه هم دوی هڅې روانې کړي ترڅو یاد کسان کوم بل هیواد ته ولیږي خو تراوسه هیڅ هیواد هم د دغه کسانو قبلولو ته غاړه نه ده ایښې.

د استرالیا د اوسني حکومت پالیسي دغه ډول کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې استرالیا ته دننه شي او دوی باید د استرالیا په سمندري توقیف خونو کې تر هغې وساتل شي ترڅو کوم بل هیواد یې قبلولو ته زړه ښه کړي.

د یادو کډوالو شمیر اوس څه دپاسه دیارلس سوو ته رسیږي چې ډیری یې د افغانستان، پاکستان، سوډان او ایران وګړي دي.

د کډوالو په وینا د استرالیا حکومت ورته په څرګند ډول ویلي چې هیڅکله به دوی په استرالیا کې میشت نشي او باید یا خو خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي او یا هم په کوم دریم هیواد کې د پناه غوښتنې قبلیدو ته انتظار اوباسي.