د اندونیزیا په پایتخت جاکرتا کې د اندونیزیا هیواد په نوښت د ديني علماوو يو ستر کانفرانس چې د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو ديني عالمان په کې ګډون کې وي جوړ شي چې په افغانستان کې په روانو جنګ جګړو او سولې باندې د دري واړو هیوادونو د دیني عالمانو له لوري اوږده بحثونه ترسره شي .
دا کانفرنس چې ډير به په سوله تمرکز وکړي د جوړیدو د پریکړو پر مهال يي د اندونیزیا د علماوو د شورا مشر انور عباس ویلي وو ، تمه لري چې د طالبانو استازي به په دغو خبرو کې برخه واخلي ځکه دا د سولې د بهیر یوه برخه ده خو طالبانو بیا په دغه کانفرانس کې نه هم ګډون وکړ او نه يي هم کوم رغنده ځواب ورکړ ..
د اندونیزیا دیني عالمان د نړۍ منل شوي علما ګڼل کیږي چې باید احترام ورته وشي ، خو طالبان ځکه دا ډول غونډو کې د نه ګډون خبره کوي چې د فتوا په صورت کې یې په افغانستان کې روانه جګړه د پوښتنې تر شعاع لاندې راځي.
که وګورو افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پیله وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته ښکاره پیغام درلود ، او تل يي ورته د سولې لاره خلاصه پریښي ده ، ولسمشر غني خو په وار وار طالبانو ته ویلې چې راځي سوله وکړي او د مذاکراتو میز ته کینئ ، خو د وسله والو طالبانو په لیکو کې هم پرديپالو يا جاسوسانو ورننوتي او زما په اند د خپل بادارانو په اشاره جنګ ته دوام ورکوي .
دا چې په اندونیزیا کې د اندونیزیا هیواد د خپلې کړي ژمنې د عملي کیدو په خاطر چې د کابل پروسه کې د افغان حکومت له جګپوړو چارواکو سره کړي وه ،چې دوي به په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راوستو په برخه کې رغنده همکاري کوي او دیني علماوو پرمټ به په وسله والو د سولې غږ کوي ، نو همغه وو چې اوس تازه خبر شوم چې اندونیزیا حکومت په مرسته په اندونیزیا کې د اندونیزیا ، افغانستان او پاکستان هیواد دیني علما راټول شوي ترڅو په افغانستان کې د وسله والو ډلو د روان جنګ په اړه کوم چې وسله والي ډلي يي روا او د اسلام له نظره يو ستر جهاد بولي ، بحثونه وکړي او د ديني احکامو له مخي د دوي دغه چاري ته چې ناروا ده ځواب ووايي.
د دغه کانفرانس د جوړیدا ګټي خورا ډير دي ، هغه ځکه چې اوس مهال تر ډيره پاکستاني مولیان په افغان جګړه کې دخیل دي او ډير وسله وال طالبان د پاکستان په ديني مدرسو کې د زده کړو وروسته افغانستان ته جنګ جګړو ته راځي او دلته يي جنګ تود ساتلي .
تر ډيره همدا پاکستاني مولیان دي چې په افغانستان کې يي جنګ جګړي روا بللي او دلته يي د جهاد فتواوي ورکړي .
او همدا پاکستاني مولیان دي چې طالبانو لیکو ته د خلکو د جذب سربیره وسله والو طالبانو ته مالي سرچينې برابروي او طالبان د هر اړخه تقویه کوي .
دوي د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان طالبانو لپاره د ځاي خلکو چندې راټولوي او په جماعتونو کې د ممبر د لاري خلکو ته دا بد ذهنیت ورکوي چې ګني په افغانستان کې جنګ روا او هلته استوګن خلک د دوي په خبره مرتدین دي او هر ډول وژنه يي روا او جایز ده .
کومه چې په اصل کې داسي نه ده ، دا خو روښانه ده چې پاکستاني مولیان د پاکستان د څارګرۍ اداري ISI تر اغیز لاندي دي او ISI دغه مولیان تل د خپلو ګټو او برنامو د پلې کيدا لپاره کارولي او کاروي يي .
مطلب دا چې معلومه خبره ده په افغانستان کې جنګ جګړي پاکستان مولیان د دین له نظره نه بلکې د پاکستان د څارګرۍ اداري له نظره د اسلام او دین تر چتر لاندي روا بولی او د جهاد فتواوي ورکوي.
خو اوس د خوښۍ ځاي دا دي چې اندونیزیا هیواد دا ستر کار وکړ چې د خپل هیواد سربیره يي د پاکستان او افغانستان مولیان سره شریک په یوه میز کینول تر څو هر څه د اسلام له نظره بیان کړي ، د دغه ناستي وروسته به ضرور پریکړه اعلانیږي چې له مخې به يي تیروتي طالبان او نور وسله والې ډلي په هر څه پوه شي چې رښتیا څه ده؟
نړۍ ته به هم روښانه شي چې پاکستاني مولیان دا هر څه خپله نه کوي بلکې د بل په اشاره يي دا هر څه کول او کوي يي ، دا مه هيروي چې د دغه کانفراس د پایلو د اعلان وروسته به په افغانستان کې جنګ جګړو کې خورا د پام وړ کموالي راشي .
نو زما په اند کله چې د دغه دری واړو ملکونو مولیان او دیني علما هر څه روښانه کړي ، نو دا به وسله والو طالبانو ته بیا يو ښه فرصت وي چې د سولې میز ته کینئ او روانه ناروا جګړه پای ته ورسوي.
خو دا چې په کابل کې د پولیسو په حوزو بریدونه وشول ، په کابل کې خبریالان هدف وګرځول شول ، په کندهار او خوست کې پر خبریالانو بریدونه ترسره شول او دوه خبریالان په کې شهیدان شول ، او همداراز د هيواد په بیلابیلو ځايونو کې ملکیان د وسله والو ډلو او طالبانو له لوري په نښه شول ، د ننګرهار په پټې کوټ کې د طالبانو له لوري د ولسي خلکو سره نښتې وشوي.
نو ما خو داسي وانګیرله چې ګواکې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د دغه ډول کړنو څخه داسي څرګندیږي چې ځينې پردیپال وسله وال سوله نه غواړي او د دوي په جنګ باندې تعقید زیات دي ، کنه نو د دومره فرصتونو سره سره بیا هم په جنګ ټينګار کول او جنګ جګړو ته زور او شدت ورکول بیا په څه مانا؟
خو په هر حال ولس ته په کار ده چې نور چپه خوله کینني او د ديني علماوو د دغې ستري غونډي يا کانفرانس وروسته نور د افغان حکومت ملا وروتړي ،هغه وسله وال چې سوله کوې له حکومت سره يي په يوځاي کیدو کې مرسته وکړي او هغه چې پرديپال دي او په جنګ جګړو ټينګار او تمرکز کوي د حکومت سره يي يوځاي له خپلو سیمو وشړي ، او لمن يي ورټوله کړي .
کنه نو په دي پوه شي چې دا پردیپال به مو تل په يوه او بله پلمه وژني او د غم او درد سره به مو مخامخ کړي .
د غمونو او کړاونو خلاص د يوه سولیزه افغانستان په هیله