په پاکستان کې د پوځ لخواه په رسنيو د پشتون تحفظ مومينټ د خبرونو د خپرولو بنديز لږېدلی دي. د رسنيو مالکانو د پوځ او د عدلې لخواه لږېدلی بنديز باندې خواشينی ښودلې ده. بل خواه په پاکستان کې د پښتون تحفظ مومينټ هلې ځلې چې د پاکستان د آئين لاندې پر مخ راونې دي دا په کاميابۍ سره خپل غږ د پاکستان دننه او نړۍ والې ټولنې ته د ټولنيزو رسنيو او د نړۍ والو رسنيو له ليارې رسوي. د منظور پشين په مشرۍ کې دا خوځښت دوه مياشتې وړاندې د ډی آئی خان څخه د بنو،کواټ، پېښور په لار اسلام اباد ته په دې عرض رسېدلي ؤ چې د پاکستان چار واکی دې د نقيب الله مسيد او د ۴۴۴ نورو وژل شوو قاتل ايس ايس پی راؤ انوار ګرفتار کړي . دې غورځنګ په منظم او سوله ايز ډول خپل فرياد او غږ د چارواکو تر غوږو ورساؤه خو تر اوسه د دوي ستونځې نه دي هوارې شوي. پاکستاني چارواکو د دې غورځنګ سره لوزونه کړي ؤ چې ستونځې به ېې ژر ور حل کړي خو د دوه مياشتو په تېرېدو بيا هم د دې غورځنګ مشران وائی چې رياستي ادارو ېې مسلې بابيزه کڼلی دي. د پښتون تحفظ مومنټ غورځنګ دا وخت په پاکستان کې په لويو او وړو ښارونو خپل مظلومانه غږ تر خلکو رسول غواړي دا خوځښت غواړي چې د همدې مياشت په ۲۲ نېټه په لاهور کې يوه لويه جلسه وکړي. تر ننه پورې د دې غورځنګ فريادونو ته د ټول پاکستان خلکو غوږ نيولی دی او ټولو پاکستانيانو د مدنې ټولنو غړو،وکيلانو، سياسيونو او حزب اختلاف هم په پوځ ېې غږ کړی دی چې د دې غورځنګ غوښتنو ته مثبت ځواب ووائی. خو بلخوا پوځ وائی چې نيولی شوی کسان ېې خوشې کړيدي خو د دې غورځنګ مشر منظور پښتون وائی چې پوځ او استخباراتو ېې څه باندې ۳۲۰۰۰۰ کسان او ۱۵۰۰ تورسرې ورکې کړيدي. بل پلو د ورکو عزيزانو د کميسون مشرانو پرون رسنيو ته په اسلام اباد کې وويل چې پخواني پوځی ډيکټاټور جنرال پرويزمشرف او د هغه وخت د حکومت وزير داخله (افتاب خان شېرپاؤ)څه باندې ۶۰۰۰ يواځې پښتانه ځوانان په بهرنيو استخباراتي اينجوګانو د پيسو په مقابل کې خرڅ کړي ؤ. تر اوسه د پښتون تحفظ مومنټ مشرانو په دې نوم لړ بسنه نه ده کړې هغو وائی چې دا نور کسان چا نيولي دي او چا ورک کړيدي؟. پلخواه داسې خبرونه هم د ټولنيزو رسنيو له خوا ورکول کيږي چې پوځيانو او د استخباراتو کسانو بې د تحقيقاتو په دوران کې ډېر ځوانان په ټارچرسيلونو کې وژلي دي او مړي ېې په بېديا(شاړو کې)غوځولي دي. د پاکستان پوځ تر اوسه دا تورونه نه مني او وائی چې په پوځ دا شان تورونه لګول د پوځ د بدنامولو هڅې دي. بل پلو پوځ خپله ټوله توجو په ډيورنډ لائن راتاؤ کړېده او د افغان پاک د تېرې ورځې د ځاځيو ميدان د سيمې په خونړي اخوډب کې اوس پاکستاني پوځ د سيمې د قبايلو څخه د ډال په توګه کار اخلي او قبايل هڅوي چې د افغان پوځ او افغانانو سره لاس او ګرېوان شی خو بل پلو د پوځ او د استخباراتو دا قدم د مدنی ټولنو لخواه په کلکو ټکو غندل کيږي. ډيورنډ هغه لانجمنه پوله ده چې په کال. ۲۸۳۳ کې د فرنګيانو د امير عبدالرحمن خان څخه نيم افغانستان د يوه تړون له مخې بېل او په برتانوی هند پورې ېې ونخلاؤه. وروسته دا تړون د انګرېزانو سره وخت په وخت امير حبيب الله خان امير امان الله خان او امير نادرخان په راؤالپينډۍ کې تازه کړی دی . په بدل کې ورته فرنګييانو 303 غوږور ټوپکونه د هاوان لنډ ويشتونکي توپونه او د افغانانو د ځپلو او وژلو لپاره کارتوس او کلدارې ورکولې. افغاني اميرانو تل د خپلې چوکۍ د ساتلو په بدل کې دا کرغېړن کار کړیدي او تر اوسه د کابل ارګ ناستي هم د ډيورنډ د لانجمنې پولې په هکله ريښتيانۍ پاليسي او تګ لاره نه لری. خو د پولې دواړو خواوو ته پراته پښتانه دا ناروا پوله د دوي په سينه تيره شوې کرښه بولي او تر اوسه په خپلو حجرو او جوماتونو کې خپلو راتلونکو نسلونو ته د دې کرغېړنې کرښې د نه منلو توصيه کوي. دپولې لانجې هغه وخت زور واخيست چې کله د ترورريم په نوم پاکستان خپلې قواوې د امريکا په فشار په قبايلي سيمو کې د عملياتو لپاره سوق کړې. پاکستان په دې بهانه راسا قبايلي سيمې ونيولې، د امريکا څخه ېې پراخه ډالر هم تر لاسه کړل،پستانه ېې ووژل او ورک ېې کړل کورونه ېې ورته وران کړل خلک ېې بې کوره کړل خو ارګ چوپه خوله ؤ. خو بل غټ کار پاکستان د پولې په اوږدو کې د افغانستان ستراتيژيک هدفونه،لوړې څوکې معدنی ساحې او هغه سيمې هم ونيولې د کومو سيمو خلکو به چې ظاهرخان ته ماليه ورکوله. د دې کرښو د اوږدوالی د مخنيوي په خاطر د هغو نيول شوو سيمو د نومونو څخه ډډه کوم خو ارګ او بړېڅو ېې تر ننه کوم ريښتيانی قدم پورته نه کړ. د ارګ خېلو د بې غيرتۍ دا نتيجه رابرسېره شوه چې قبايل په صورت کلي د پاکستان پورې وتړل شول او نن د پاکستان پارلمان په دې فکر کوي چې قبايلي بيلټ بېله صوبه جوړه کړي او که د پښتونخوا سره ېې يو ځای کړي. پاکستان به اوس کوشش کوي چې يو خواه د پښتون تحفظ مومنټ بدنام کړي او خلک ورباندې بې باوره کړي بل قدم ېې دا پورته کړ چې په پوله به د ارغن تار د لګولوپه بهانه د افغانستان د خلکو کونې ته ډکی ورنژدې کوي تر څو جګړه ژوندۍ کړي او د افغانانو څخه د پولې سند تر لاسه کړي د پاکستان سره په دې پروژه کې د ټولو څخه مخکې ارګ،امريکا او برتانيا همکاري کوي. که ارګ په ريښتيا سره د ډيورنډ ناروا پوله نه منی نو دا ګز او دا ميدان د ترريزم د جګړې په څنګ کې دې يوه بله جګړه هم پياده کړي تر څو نر او ښځه معلوم شي جنګ خو هسې هم مسلط دي څه يوه نېزه او څه لس نېزې.