د جنوب ختیځې آسیا د پارلمان غړو خبرداری ورکړې چې مالیزیا او اندونیزیا ته د روهنګیايي کډوالو د تازه کښتیو رارسیدل دې ته اشاره کوي چې د میانمار په رخاین ایالت کې د روهنګیایان په وړاندې تاوتریخوالې بیا زیات شوي.

د دغه تازه حالاتو په نظر کې نیولو سره سیمه ایزو قانون جوړونکو د جمعې په ورځ د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو پر مشران غږ وکړ ترڅو د دغه بحران اصلي لاملونو لپاره د حل لاره پیدا کړي، کوم چې د میانمار په رخاین ایالت کې د روهګیایانو په وړاندې دوامداره تبعیض او تاوتریخوالې دې.

تیر کال هم د دغه تاوتریخوالې له امله په سلګونو زره شمیر روهنګیایان د میانمار پریښودو ته اړ شوي وه.

د بشري حقونو د مدافعینو په باور جنوب ختیځې آسیا ته د دغو تازو کښتیو رارسیدل د خبردارۍ یوه نښه ده چې باید ژرترژره اړین اقدامات ترسره شي که نه حالات ښایي له دې هم خراب شي.

د راپورونه په حواله د تیرې سه شنبې په ورځ یوه کشتۍ چې ۵۶ تنه روهنګیایان پکې سپاره وو، د مالیزیا د لانګوي ټاپو ته ورسیدله چې د چارواکو دغه ډول اندیښنې یې راوپارولې.

همدارنګه له هغې وروسته یو ډله اندونیزیايي کب نیوونکو د سوماترا ټاپو ته نږدې پنځه تنه روهنګیايي کډوال په سمندر کې له ډوبیدو وژغورل، په داسې حال کې چې په ځینې راپورونو کې راغلي چې د دغه روهنګیايي کډوالو له ډلې لږترلږه پنځه تنه نور د کښتۍ د نسکوریدو له امله ډوب شوی وه.