زه مغرور او خودبين نـه يـم
زه پـــه بل مفهـوم عجب يم
زه د ځان حيــرانــوونـکــی
زه خپـل ځان تـه متعجب یـم

زه استــازی د ضميــر يـــم
ضمیر زمـــا د نـوم استـازی
هم وکيل يـم هـم مـوکل يـم
هــم سبـب، هـم مسبب یــم

ښه پوهېږم څوک مې غواړي
ښه پوهېږم چې څوک غواړم
يـــو مکان او يــو زمـان کې
هم مطلوب يـم هـم طلـب يـم

پــــه جهان کې يــو ذره يــم
پـــه خپل ځان کې يو جهان يم
د کُل جــز یم، د جـــز کُل یم
هم درياب يــم او هــم کب يم

هم يې ځان تـــه زده کـــومه
هم يې ځان نــــه زده کــومه
هم پخپـل ذات کې طالــب يـم
هـم پخپل ذات کې مطلب يــم

مـــا تــــه لنډ تر شـــارګيو
مـــا نـــه لرې دی له ستورو
يـــار لــه ما څومره بعيد دی
يـــار تــه زه څومره اقرب يم

هم معقول يم هم محسوس يم
هــم مکنون يــم هم مکون يم
د پټ روح او څرګنـد جســـم
لا تعـــريفه مــــرکـب يـــم

شيريــن زوی يې خپله وايــم
شيريــن زوی يې خپــله اورم
هـــم د ځان متـکلـــم يــــم
هــم خپل ځان ته مخاطـب یـم