د بې اتفاقۍ ځنې علتونه (عبدالله وردک)
دوهمه برخه:
انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۸
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارو په کولو بوخت وی. ګرانو او محترمو لوستونکو!
نن سبا شاید ټول افغانان په دغه یوه خبره اتفاق ولري، چې د ملک نه بهر افغانان د نړۍ په هر ګوټ ګوټ کې په خپلو منځو کې ډېر بې اتفاقه دي، او دغه بې اتفاقي، بیا د افغانستان په داخل کې د ژوند په ټولو برخو کې په ښکاره ډول تر سترګو کیږي.
د یادولو وړ ده چې داسې نده چې خدای ناخواسته، دغه بې اتفاقي د افغانانو په وینه کې له وړاندې ځای پر ځای شوېده، او دوی باید هرو مرو بې اتفاقه وي. نه، داسې نده، افغانان الحمدالله مسلمانان دي، او مسلمانان باید د نېکو کارو په کولو، او د بدو کارو په نه کولو، کې یو له بله سره یو موټئ او یو لاس وي. د ډېرې خواښینۍ خبره خو داده، چې بدبختانه په افغانانو باندې ډېر ناوړه کارونه، د دوی له خوښې پرته، پر دوی تحمیل شوي دي، او د افغانانو اصلي څېره او پاک نیت د نړۍ وګړو ته په صحیح توګه تر اوسه پورې ندی معلوم شوی. هېره د نوي چې د دغې بې اتفاقۍ ډېر علتونه شته، او زه غواړم چې پدغه لیکنه کې د افغانانو د بې اتفاقۍ دوهم علت ته په لاندې ډول اشاره وکړم.
په ډېر تأسف سره، افغانستان څو څو ځلې د یرغلګرو پذریعه اشغال شوی دی، اګر که هرځلې الحمدالله، افغانانو اشغالګرو ته ډېر دردناک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی، خو متأسفانه د هر یرغل او اشغال په پای کې وطن له خاورو او ایرو سره برابر شوی دی، او یو ګڼ شمېر افغانان شهیدان، زخمي، معیوب، بې کوره، او مهاجرت ته اړ شویدي. د هر یرغل په نتیجه کې د افغانانو تر منځ بې اتفاقي څو څو وارې زیاته شویده.
د روس او امریکې یرغل او اشغال زما په ژوند کې واقع شوی دي. زه دا په ډاګه سره وایم چې دغه دواړه یرغل په ډېر ناحقه ډول سره په مظلومو افغانانو تحمیل شوي دي، او په هغه کې په افغانانو باندې ډېر په ناحقه ظلم او ستم وشو. د افغانانو په وطن په ډېره ناځوانۍ او بې شرمۍ سره تجاوز وشو، او افغانان مجبور شول چې په خالي لاس له خپل وطن او ناموس څخه په ډېره مېړانه دفاع وکړي.
د روسانو په تجاوز کې تر یو میلیون زیات افغانان شهیدان شول، یو زیات شمېر یې معیوب شول، او یو زیات شمېر یې کور پرېښودلو او مهاجرت ته اړ شول. د روسانو د تجاوز په وخت کې متأسفانه، روسي پلوه سیاسی ګوندونو د روس د تجاوز څخه د زړه له کومي ملاتړ وکړ. د خپلو وطنوالو وینه یې د روسانو په مستقیم امر تویې کړه، او ډېر افغانان لا تر اوسه پورې بې درکه دي. ددغې روسي یرغل په نتیجه کې د افغانانو ترمنځ بدبیني او دښمني خورا زیاته شوه. ډېر زامن او لوڼې یتیمان، ډېرې میندې بورې، ډېرې مېرمنې کونډې شوې، او په نتیجه کې د بې اتفاقۍ اصلی تخم په افغانستان کې وکرل شو.
همدارنګه، د امریکا د یرغل او تجاوز په دوره کې چې هنوز هم ادامه لري، د بې اتفاقۍ کچه د افغانانو ترمنځ نوره هم څو چنده زیاته شوه. د دغې امریکایي تجاوز په دوره کې هم، ځنو سیاسي کړیو د زړه له کومي د یرغلګرو ملاتړ وکړ، او د هغو راتګ ته ىٔې په ډېر اخلاص سره لبیک ووایه. د ځنو افغانانو به هغه ټولې تلویزیوني مرکې او صحنې داسې په یاد وي، لکه چې نن واقع شوي وي. ځنو افغانانو د دنیوي قدرت او پیسو په خاطر، که څه لرل، هغه یې ټول قربان او له لاسه ورکړل. ډېره د تعجب خبره خو داده چې ولې ځنې افغانان د خپلو خلکو په وژلو کې په اصطلاح قهرمان، او د بېګانوو په وړاندې خړ شغالان دي. ځنو کړیو ته یوازې او یوازې شخصي ګټې د هرشي نه مهمې او د اهمیت وړ دي. پدغه اشغال کې هم ډېر زامن او لوڼې د پلار له نعمته محروم شول، ډیرې میندې بورې شوې، او ډېرې مېرمنې کونډې شوې، چې دغه پخپله د نورې بې اتفاقۍ سبب وګرځېده.
د پام وړ ټکی:
د نړۍ لوی قدرتونه، افغانستان ته د یوه لابراتوار په سترګه کتلي، او ګوري. دوی د خپلو نویو وسلو تجربې پکې په مجاني ډول سرته رسوي، او د سون مواد یې پخپله افغانان دي. پدغه تریخ حقیقت ټوله نړۍ ښه پوهیږي، او یوازې ځنې افغانان دي، چې الله(ج) خبر دی، هغه به څه وخت پوهیږي!؟
ددغه ناورین د خلاصېدو یوازینۍ لاره داده، چې ټول افغانان د اسلام تر بیرغ لاندې سره یو موټئ او یو لاس شي، ښو ته ښه، او بدو ته بد ووایي، او د ټولې نړۍ په وړاندې، د افغانانو اصیله نېکه څېره بیا را ژوندۍ کړي. دوی باید ولایتي شوراګانو، ولسي جرګې، او مشرانو جرګې ته، هغه نفر انتخاب کړي، چې صادق، پوه، او په اسلام او وطن مین خلک وي. دوی باید خپله امانته رأیه په صحیح توګه وکاروي، او د ملت عیزتمن کورته ښه استازي واستوي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ درخواست کوم، چې الله(ج) د ټولو مسلمانانو، او په خاص ډول افغانانو ته حقیقي اسلامي اتحاد او ورورګلوي ور په برخه کړي. همدارنګه یو ځل بیا دواړه لاسونه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم او د زړه له کومي دعا کوم چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه قایمه شي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com