د پسرلي ښکلی موسم دی او وږمې يې هره خوا لګيږي . دا موسم د هر انسان په زړه کې مړاوې هيلې او اميدونه بيا را ژوندی کوي او ژوند او کار ته نوی ټکان او خوځښت ورکوي.

پسرلی د نوي کال د پیل کيدو زيری د ځان سره لري، او د ژمې د سړې هوا ټغر ټولوي ، بزکران د کر کيلې له پاره مټې رانغاړي او هره خوا د چنچڼو او بلبلانو اوازونه وي ، غرونه رغونه دښتې او ډاکونه درې او بانډې ، ځنګلونه او بڼوڼه ، ونې بوټې او چمنونه زرغونيږي ، او طبعت ته ځانګړی رنګ او خوند ، ځلا او ښکلا بښي .

پسرلی چې د نوي کال او تازه هيلو پيغام راواړي ، انسانانو ته دا هم په ګوته کوي چې بايد د تير کال ناخوالې ، رنځونه او دردونه ، کرګه او نفرت ، دښمني او زړه بداوی هير او شاته واچوي، او يو بل ته دمينې او محبت ، ورورۍ او درناوي ، يوالې او پخلاينې لاسونه ورکړي ، ژوند ته په پراخ او پاک ليد وګوري او ځان او هيوادوالو ته ګټورې موخې غوره کړي .

زمونږ په ګران هيواد افغانستان کې دا نږدې ۴۰ پسرلي کيږي چې د پرديو په لمسون ، لاسوهنې ، په پیسو او وسلو د افغان وژنې د اور لمبې بلې کړې دي، او ټګمار دښمن په ډيری سپین سترګۍ هڅه کوي چې دا لمبې په چل ول سره لا هم بلې وساتې او مړې نه شي.

دښمن هڅکله نه خپليږې ، ددې وېینې په بنياد افغانانو ته پکار ده چې نور د ژمي داوږده خوبه راويښ شي په يوه خوله او ږغ ددښمن په وړاندې ودريږي او دسيسې یې شنډې کړي، سوله خپل موخه وټاکې او په خپلو زړونو او فکرونو کې د سولې او پخلاينې نيالګي کينوي ، ځکه چې دا د هر افغان هيله او ارمان دی.

د جرمني د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه په داسې حال کې چې د هيواد په دننه او بهر کې ټولو افغانانو ته د نوي ۱۳۹۷هجري لمريزکال مبارکي وايې ، هيله لری چې دا کال په افغانستان کې د سولې ، ملي يوالي ، نيکمرغۍ او پخلاينې کال وي

د افغانانو کلتوري ټولنه کولن ميشينيش جرمني