دا چې تورن اسماعیل، د ایران په مشوره، د سولی په بهانه، د مثال په توګه د مرحوم عبدالمجید زابلی په کوم بل کور او یا جایداد باندی، سترګی سور کړی دی کوم بی ځایه ادعا نه ښکاریږی. مګر اوس د ښاغلی محترم عبدالباري جهاني لیکنی، چې د "اسماعیل خان د سولي په لوبه کي" تر عنوان لاندی دلته خپریږی.

ښاغلی محترم عبدالباري جهاني لیکی:

"
اسماعیل خان د سولي په لوبه

رپوټونه وایي چي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اوبو او برېښنا پخواني وزیر ستر جنرال اسماعیل خان طالبانو ته بلنه ورکړې ده چي که حکومت له هغوی سره د سولي خبري نه کوي نو مجاهدین له هغوی سره د سولي خبرو او روغي جوړي کولو ته تیار دي. د اسماعیل خان په قول، دوی او طالبان کولای سي چي لاسونه سره ورکړي او د اوسني نظام پر ځای باندي یو اسلامي نظام حاکم کړي او سوله به ټینګه کړي. له اسماعیل خان څخه چا پوښتنه نه ده کړې چي دا اوسنی نظام له څه وخته څخه غیر اسلامی سوی دی چي دی، د هغه پر ځای، له طالبانو سره د اسلامي نظام په ټینګولو کي لاس یو کوي. ځکه چي دی پخپله، د ښاغلي کرزي په وخت کي، یو ځل په هرات کي، د سقاوي رژیم په اصطلاح، والي خودمختاروو، او وروسته په کابل کي د همدغه اسلامي جمهوریت د اوبو او برېښنا ، خودمختار، وزیر سو؛ چي د میلیونو ډالرو د اختلاس دوسیې یې، د نورو جنګ سالارانو د زرګونو جنایي دوسیو په څېر، تر اوسه، پر خپل حال پاته دي او زه یقین لرم چي هیڅ وخت به یې څوک د را پورته کولو او تحقیق کولو زړه ونه کړي.

که د محترم اسماعیل خان مطلب د مجاهدینو له حکومت څخه هغه نظام وي، چي یوازي سیاف افتخار په کوي، او له عسکر څخه نیولې تر جنرال او جمهورریس پوري ټولو یې په لوټ تالان، د خلکو پر سر او مال تېریو، بې سابقې جنایتونو، پر کابل باندي د راکټونو په اورولو او حتی د بې دفاع اولسونو د ناموس په لوټلو کي برخه واخیستله، نو د مجاهدینو د هغه تور نظام مزه خو افغانانو څکلې ده او زه ګومان نه کوم چي له سیاف او اسماعیل خان څخه پرته دي بل څوک هغه نظام وغواړي، او یا دي اسلامي نوم پر کښېږدي.

سړی نه پوهېږي چي اسماعیل خان لا د دې مظلوم ملت څخه څه غواړي او کله به د دې کړېدلو اولسونو له سره لاس اخلي. ځکه چي اسماعیل خان، دغه ګړی، د سیاف، عطانور او ... تر څنګ د هیواد له تر ټولو لویو سرمایه دارانو څخه دی او ویل کېږي چي شته منی او حسابونه یې، د عطا نور په څېر، تر دوو میلیارډو ډالرو اوړي.

د دوی په څېر لېوانو شمېر، چي غونډي اولسوالی او بشپړ ولایتونه یې غصب کړي دي، کم نه دی. زه ګومان نه کوم چي اسماعیل خان به په بل هیڅ ډول اسلامي نظام کي، چي د امریکایانو د بي ۵۲ بمبارډ الوتکو له برکته یې تر لاسه کړ، دونه
امتیازات په خوب کي هم لیدلي وای. امریکایانو خپل زاړه انډیوالان هېر نه کړل او ټول هغه کسان یې چي د نجیب د رژیم له سقوط څخه وروسته یې په کابل او ټول افغانستان کي په لوټ او تالان او بشري او جنسي جنایتونو کي لاس درلود قدرت ته ورسول او د تل لپاره یې شته من کړل.

اسماعیل خان، عطانور، دوستم او په پارلمان کي د هغوی پښتانه انډیوالان، چي په ټلوېزیونونو کي یې ستوني د حق او حقیقت په چیغو څیرلي دي په دسیسو نه مړېږي او د اسماعیل خان د اسلامي نظام د ټینګولو دا ناره نه لومړۍ ده او نه به وروستۍ وي.

د سپین هار په نوم یوه ځوان، د تاند په ویبپاڼه کي، د سولي په اړه یو مضمون لیکلی او په هغه کي یې د حنیف اتمر د لیاقت او اهلیت، بې اندازې زیات، صفت کړی او ویلي یې دي چي حنیف اتمر په هیواد کي سوله ټینګولای سي. زه د حنیف اتمر په لیاقت او اهلیت کي هیڅ شک نه لرم او ټول افغانان دا وایي چي هغه چي پر هر مقام ټاکل سوی دی نو تر عهده یې وتلی او خپل لیاقت یې ښکاره کړی دی. سوال دا دی چي هغه د سولي په برخه کي څه کړي دي؟

زه به ښایي په ډېرو خبرو نه یم خبر خو په هغه مجلس کي زه پخپله ناست وم چي ښاغلي اتمر، د سولي د عالي شورا د ریاست لپاره، ښاغلی یونس قانوني پېشنهاد کړ. البته یونس قانوني ته دا مقام چنداني د علاقې وړ نه وو او د هغه د قبولولو لپاره یې داسي شرایط وضع کول چي حکومت ته د منلو وړ نه وه. وروسته همدغه حنیف اتمر د همدغه د طالبانو او ،حساس مقام لپاره سید احمد ګیلاني، چي ډېر کمزوری او ناروغ وو، پېشنهاد کړ او د مرستیالی لپاره یې خلیلي وړاندي کړ. زه یقین لرم چي د ګیلاني تر وفات وروسته به د ریاست د مقام لپاره خلیلي د ده ،سولي د سردښمن پېشنهاد وو او د سولي، د تش په نامه شورا، د نورو عمده غړو په ټاکلو کي به هم د ده پېشنهادونه په نظر کي نیول سوي وي. سوال دا دی چي که څوک په ریشتیا هم سوله غواړي نو ګیلاني او خلیلي نه پېشنهادوي.

دا چي طالبان څوک دي، زه په دې باره کي ځکه څه نه وایم چي په دې لنډ مضمون کي د دې سوال د سپړلو حوصله او ځای نسته. خو دونه هر سړی پوهېږي چي هغوی د جنګ او بې امنیتی تر ټولو عمده عامل دی. که څوک جنګ او د بې ګناه خلکو وژل او بې امني ختمول غواړي نو له طالبانو سره دي خبري وکړي. بله لاره موجوده نه ده. د سولي د ټینګولو او امنیت قایمولو یوازینی بله لاره د ټولو طالبانو او د هغوی د ریښو محو کول دي. که دا کار ممکن وي نو جنګ او حملې دي دوام وکړي موږ به هیڅ نه وایو. خو عمل ښودلې ده چي جنګ ورځ په ورځ زور اخیستی او بې ، نازولو ته نه بلکه ،طالبان ورځ تر بلي غښتلي سوي او تر کنټرول لاندي سیمي یې پراخي سوي دي؛ او تاوان یې وزلو ته رسېږي.

که حکومت د طالبانو د وژلو او مرکزونو د محو کولو ادعا کوي، نو هغوی هم په زرهاوو ځوان عسکر، چي د هیواد په رګونو کي د ویني او ژوند حیثیت لري، له منځه وړي دي. دا خو جنګ دی او په جنګ کي یوه ورځ طالب او بله ورځ حکومت ته تلفات اوړي. په دې مرګ ژوبله کي د سولي د اقدام کوم څرک نسته.

زه مجبور یم چي د سپین سهار د معلوماتو لپاره خپل یو مثال ورکړم. دوه تنه طالبان زما د لیدلو لپاره، له هیلمند څخه، کابل ته راغلل. دوی ما ته مخک په ټلفون کي ویلي وه چي که اولسمشر له دوی سره نه ګوري نو دوی حاضر دي چي له اتمر یا کرزي صاحب سره وګوري. کرزي صاحب له هغوی سره لیدل په ډېره خوښي ومنل. طالبان کابل ته راغلل. د اتمر امنیتي کسانو هغوی درې ورځي د امنیت په توقیف کي وساتل او درې ورځي وروسته یې ایله بیرته د تللو او ستنېدلو اجازه ورکړه.ماته وویل سول چي تخنیکي سلاکاران پر هغوی باندي شکمن ول او نه یې له اتمر او نه یې د کرزي سره د لیدلو اجازه ورکړه. زه له دې خبري سره غرض نه لرم. دا د حکومت خوښه ده چي له چا سره ګوري له چا سره نه ګوري؛ یا کله او چېري ورسره ګوري.
په زړه پوري او زما د تعجب خبره تقریبا دوې هفتي وروسته پېښه سوه او هغه دا چي زه د حنیف اتمر دفتر ته ورغلم او هلته یوه ځوان، چي نوم مي یې هېر دی، ښایي د اتمر نیژدې سلاکار او دستیار شفق به وو، ماته د اتمر په مخ کي وویل چي جهاني صاحب موږ هغه دوه تنه ستاسي په احترام پرېښودل کنه نو موږ باید بندیان کړي وای.

سړي ته باید سوال پیدا نه سي؟ دوه تنه تش لاسي کسان له هلمند څخه کابل ته د سولي د خبرو لپاره راغلي، د لاري ټول خطرونه یې پر ځان منلي، په کابل کي امنیتي کسانو درې ورځي درې شپې په تیاره کوټه کي ساتلي دي؛ نه یوازي له چا سره د لیدلو اجازه نه ورکوي بلکه لا یې د بندي کولو خیال لري. که اتمرصاحب له سولي سره دغه راز سلوک کوي؛ چي د ده په خپله اجازه دوه تنه طالبان کابل ته راغوښتل کېږي او دی یا دده ملګري یې دلته د نیولو او بندي کولو خیال لري، او سوله په دغه ډول ټینګېږي نو د سولي د کوښښونو دي خدای مل سي او حنیف اتمر ته دي خپل لیاقت مبارک وي. البته دا د اتمر ګناه نه ده. دا د حکومت عمومي پالیسي ده. حکومت له سولي سره هیڅ علاقه نه لري. ځکه چي په سوله کي هیڅ ګټه نسته او د جنګ د دوام ګټي ټولو لویو حکومتي مقاماتو او په عمومي صورت جنګ سالارانو او زړو ګناهکارانو ته رسېږي. د جنګ تاوان یوازي بې ګناه او بې پناه اولسونو ته متوجه دی او د هغوی ناره دي خدای تعالی واوري. "

---------------
آیا به غیر از ایران و روسیه و مزدوران آنها در داخل افغانستان چه کسانی و یا کدام ممالکی گروپ های "تق پقی" را در داخل افغانستان حمایت خواهد نمود؟
--------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما