د آسترالیا سرحدي چارواکو د لودیځې آسترالیا په پیمبرټن ښار کې د یوې چاپې په پایله کې د یو کارګمارونکي شرکت ۵۰ تنه غیرقانوني بهرني کاریګر نیولي.

دغه عملیات د لومړنیو استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شول چې د استرالیا سرحدي ځواک او د لویدیځې استرالیا فیدرالي پولیس پکې ونډه اخیستې وه.

د استرالیا د سرحدي ځواک د پلټنو مدیر واین بوچهارن وایي، په نیول شوو کسانو کې ۴۰ تنه د مالیزیا هیواد اتباع او پاتې ۱۰ تنه د نورو مختلفو هیوادونو وګړي دي.

نوموړی وایي، په یادو کسانو کې د ۲۷ تنو د ویزو موده بشپړه شوې وه او پاتې ۲۳ کسانو تعلیمي ویزې درلودې، چې هغوی په ناقانونه ډول د کار کولو له امله د تعلیمې ویزو له حقوقو سرغړونه کړې.

همداراز نوموړی وایي، نیول شوي کسان اوس د مهاجرت ادارې توقیف خونو ته لیږدول شوي او ښایي په راتلونکو څو ورځو کې له استرالیا وویستل شي.

برسیره پر دې، تیره میاشت هم استرالیایي چارواکو په کوینزلینډ ایالت کې دغه ډول ۲۷ تنه ناقانونه مهاجر کاریګر نیولي وو چې هغوی یې لا دمخه خپلو اصلي هیوادونو ته ستانه کړي دي.