د تایلینډ لومړي وزیر پرایوت چانوچا خبرداری ورکړې که د راتلونکې جون میاشتې تر اخره ناقانونه کډوالو ځانونه د تایلینډ حکومت سره ثبت نه کړل نو هغوی به ټول ونیسي او بیرته به یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.

نوموړي همدارنګه د تایلینډ په کار وزارت سختې نیوکې وکړې او د ناقانونه کډوالو په ثبتولو کې یې هغه ناکام وبللو.

د تایلینډ د ملت ورځپاڼه د راپور په اساس، نوموړی وروسته تر دې چې خبر شو دغه پروسه د بایومیتریک ماشینونو د کموالي له امله ځندنۍ شوې، سخت په غوسه شو.

ورځپاڼه لیکي، په غونډه کې د خبرو پر مهال نوموړي مخته خپل میز په سوک ووهه او وې ویل چې دا یوه بهانه نشي کیدې، ولې مو دغه ماشینونه نه اخیستل؟ دا کار باید تاسې وړاندې تر هرڅه کړې وئ. تاسې یوازې د جون تر پایه وخت لرئ چې د کډوالو ثبتونه بشپړه کړئ او تر هغې وروسته زه هیڅ بهانه نه منم.

د تایلینډ حکومت څو میاشتې وړاندې په هیواد کې دننه د ناقانونه کډوالو په وړاندې سخت اقدامات په لار واچول چې له امله یې په زرګونو کډوال کاریګر بیکاره او د دغه هیواد پریښودو ته اړ شول.

د حکومت د دغه اقدام له امله ډیری سوداګرو په مظاهرو لاس پورې کړ چې وروسته بیا یاد حکومت اړ شو ترڅو ټولو ناقانونه کډوال کاریګرو ته د دویم چانس په توګه د نوم لیکنې پراخه پروسه پیل کړي.