هسې خو هم افغانستان د نادراتو هيواد دی. يو له دغو نادراتو دا ده چې حکومتولي په کې ميراثي پاتې ده. دا ميراثي حکومتولي په د دولت په ډيری برخو او ارګانونو کې شتون لري. په داسې حال کې چې  ورځ تر بلې د امنيت خرابوالی، اقتصادي ځوړ، اداري فساد، د ځوانانو او په ځانګړې توګه د لوستو کسانو بې روزګاري په افغانستان کې د ولس اساسي ستونزې دي؛ بله بدبختي يعنې په امتيازاتو د رهبرانو ناندرۍ هم پوره اوج ته رسېدلي دي. لا مو هم په دولتي دستګاه کې ميراثي حکومتولي حاکمه ده. دلته په افغانستان کې يواځې څو کورنۍ او سياسي ګوندونه په واک کې تل په واک کې پاتې شوي دي او ټول ولس يې انحصار کړی دی. دلته په افغانستان کې د دغې ميراثي حکومتولۍ بېلګې ډيرې زياتې دي. د دولت په کابو هر ارګان کې شتون لري. يو د هغو له جملې څخه د سولې په شورا کې واک ميراثي کيدل دي. 

په داسې حال کې چې د سولي عالي شورا مشر پیرسید احمد ګیلاني د فاتحې مراسم لا خلاص نه دي؛ اوس د سولې عالي شورا د نوي مشرتابه په ټاکلو سياسي ناندرۍ روانې دي. د دغې شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني له مړيني وروسته هم د يادې شورا په رياست باندې د سياسي کړيو او ګوندونو ناندرۍ روانې وي او اوس له پير سيداحمد ګيلاني له مړيني وروسته هم ويل کيږي چې چنې وهل شروع شوي دي. ځيني داسې راپورونه شتون لري چې ولسمشر غني او په کابل کي د بریتانیا سفارت هڅه کوي چي د سولي عالي شورا د مشرتابه لپاره د پیرسید احمد ګیلانی زوی حامد ګیلاني د دې شورا مشر وټاکل شي. خو په ورته مهال بيا څينې سرچيني وايې چې د بریتانیا سفارت او د ولسمشر غني د دې هڅي سره اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د استاد سیاف په ګډون د شمال ټلوالي اکثریت مشرانو مخالفت کړی دی. 

له دې وړاندې د سولې شورا د پخواني مشر برهان الدين رباني له مړيني وروسته د هغه زوی صلاح الدين رباني په ميراثي توګه د شورا مشري په غاړه واخيسته. نوموړي د ١٣٩١ لمريز کال د وري په ٢٦مه وروسته له هغه د پخواني ولسمشر له خوا د سولې عالي شورا د مشر په توګه مقرر شو چې تر دې وړاندې يې پلار دا دنده ترسره کوله او د ١٣٩٠ کال د وږې په ٢٩مه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. صلاح الدين رباني د ١٣٩٣ کلا د سلواغې تر ٨مې نېټې پورې ددې شورا مشر و او وروسته د بهرنيو چارو د وزير په توګه مقرر شو چې اوس هم د ياد وزارت سرپرست وزير دی. 

اصلاً د اداري حقونو له مخې هيڅوک نشي کولی چې په ميراثي توګه خپل او خپلوان په پوستونو وګماري، ځکه چې ميراث د مدني او خصوصي حقوقو موضوع ده او په هغو کسانو پورې اړه لري چې یو له بل سره په ملکيتونو او ميراث کې شريکان وي، خو په ميراثي ډول د پوسټونو وړل د عمومي حقوقو موضوع ده چې په ميراث پورې اړيکه نه لري. خو پوښتنه دلته پيدا کيږي چې په افغانستان کې حکومتولي ولي ميراثي ده؟ آيا دلته د پوهو او د لوړو زده کړو درلودونکو کسانو قحط الرجال راغلی دی؟ 

ځواب روښانه دی چې په افغانستان کې واک د مسوليت پر ځای امتياز ګڼل کيږي او هر څوک په دې هڅه کې دی څو په لاس ورغلی امتياز يې له لاس نه ونه وځي. دلته د څوکۍ او واک خوند ډیر زيات دی. يو ځل که په څوکۍ څوک کېني بيا يې پاڅيدل ډير وختونه غواړي. دلته له هرې نشې د واک د څوکۍ نشه خوندوره او دوامداره ده. همدا علت دی چې په څوکيو ناست ښاغلي مو نور د څوکيو روږدي شوي دي او په همدې خاطر هڅه کوي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل زوی، لور، ورور، خوريې، ماما، کاکا او بل خپلوان خپل ځايناستی وټاکي. 

له بده مرغه چې دلته په افغانستان کې زده کړه او سواد په ترلاسه کولو باندې ډيری وختونه خلک پښيمانه کيږي. ځکه هغوی چې تر ماسټرۍ ا و دوکتورا کچې زده کړې لري څوک يې هلته د يوې وظيفې د انټروۍ لپاره هم نه غواړي او هغوی چې په دولت کې څوکۍ لري نو اولادونه  او د کورنۍ غړي يې حتی که واړه، بې تجربې او نامسلکي هم وي؛ په لويو څوکيو مقرريږي. که خدای مکړه حالات همداسې دوام وکړي، فساد به زيات شي، د زده کړو او متخصص افرادو تر منځ به ناهيلي زياته شي او د کډوالۍ ستونزه به ورځ تر بلې زياته شي.