راپورونه څرګندوي چې د استرالیا له نایرو توقیف مرکز څخه یو شمیر نور کډوال هم متحدو ایالتونو ته لیږدول شوي.

د استرالیايي ناقانونه کډوالو د بیا میشتیدنې د پروسې له پیلیدو وروسته دا پنځمه ډله ده چې د استرالیا د کډوالو له توقیف مرکزونو څخه متحدو ایالاتو ته انتقالیږي.

په دغه هکله استرالیا کې د کډوالو د عمل ایتلاف مشر ایان رینتول وایي، څلور کورنۍ، اته ماشومان او ۷ مجرد کډوال چې ټول ۲۹ تنه وو د یکشنبې په ورځ متحدو ایالاتو ته روان شول.

نوموړي وایي، یاد ۲۹ تنه کډوال د افغانستان، پاکستان او سریلانکا وګړي وه چې لږترلږه ۴ کاله یې په دغه توقیف مرکز کې تیر کړي وو.

همدارنګه نوموړې وایي، که څه هم استرالیایي چارواکې له دې انکار کوي چې د نایرو توقیف مرکز د ځینو هیوادونو وګړي نشي کولې چې په متحدو ایالاتو کې له میشتیدو برخمن شي، خو دا ښکاره خبره ده چې تراوسه له دغه توقیف مرکزه د ایران، سومالیا او سوډان هیڅ کوم وګړی متحدو ایالاتو ته نه دې انتقال شوې.