یاره رانغلې چې زما جنازه پورته شوله
ورځ مې په کور وه خو بیګاه جنازه پورته شوله

له ډیرو سترګو په رښتیا اوښکې راماتې شولې
چې له انګړه یوځل بیا جنازه پورته شوله

زه پوهیدمه دغه ټول ژوند وو د مرګ لپاره
مراد ته رسم په رښتیا جنازه پورته شوله

د تړمو اوښکو بهیدل نوره فایده نلري
ځکه له وارې وارخطا جنازه پورته شوله

څو نازولي مې تردې دمه خبر هم نه وه
چیغې شوې جوړې دا د چا جنازه پورته شوله

هم مې تکفین هم مې تدفین او هم رواج پوره شو
لاسونه لپه په دعا جنازه پورته شوله

داسې ښکاریږي چې ( وارثه ) د ملت خادم وې
چوپتیا نه وروسته په ژړا جنازه پورته شوله
اوسلو - ناروې