د څلورنۍ ( چهارشنبې ) په ورځ د کب ( حوت ) په نهمه د کابل د بهير دویمه غونډه جوړه شوه، چې په کې د ۲۵ هيوادونو او دريو نړيوالو سازمانونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.
ددې غونډې اصلي ټکې ( منځ ټکې ) له طاليبانو سره په سولې او د تراهګرۍ سره د مبارزي په لارو چارو راټول شوی وو.
په دې غونډه کې دافغانستان ولسمشر ښاغلی محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د ملي وحدت حکومت چمتو دی، چې د طاليبانو سره اوربند وکړي ، او دغه ډله د يو سياسي ګوند په توګه په رسميت وپيژني.
په افغانستان کې د څو لسيزو راهيسې جګړه روانه ده ، دا جګړه د پرديو لخوا په افغانانو تپل شوې ده ، هره ورځ پکې زمونږ کوچنيان يتيمان، خويندې مو کونډې ، او ميندې مو بورې کيږي ، هر شيبه زمونږ د ولس د سترګو اوښکې بهيږي ، هيواد مو ورانيږي او کلې کور مو په کنډواله بدليږي ، دغه جګړه يوازې او يوازې د پرديو او د پرديپالو په کټه ده، او هغوۍ دي ، چې ددې جګړې د اور لمبې تازه ساتې.
تاريخ وښوده چې د افغانستان د لانجې حل د جګړې او زور زياتې د لارې شونی نه دی ، او دحل سمه او بې بديله لار د خبرو او اترو لار ده، دا خبرې باید ريښتنې وي او په افغانی واقعتونو ولاړې وي، او هيڅوک پکې ځان بایلونکې ونه ګورې ، او ګټونکی ې افغانستان، او افغان درديدلی او کړيدلی ولس وي.
به کولن میشينيش ښار کې د افغانانو کلتوري ټولنه د هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنيت د ټنګښت، دوروروژنې جګړې د پاې، او د ملي يوالې د رامنځ ته کيدو سبب کيږي ، ملاتړ او هرکلی کوي ، او د هيواد او هیوادوالو په ګټه یې بولي

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کې به دي ځار شي
Afghanischerkulturverein.com