تخصص که زمونږ ولس ته لوی غم؟
تخصص په یوه طبی برخه کې تر ټولو لوړه پوهه ده، پدی معنی چی د طب یو متخصص باید د ډېر لږ شمېر پېښو پرته هرو مرو د ډېرو پېچلو ناروغیو ورستئ تشخیص او مناسبه درملنه وکړی خو له بده مرغه زمونږ په هېواد کی تخصص په تخصص ملنډې وهل دی.
سربېره پر دی د عامی روغتیا د تخصص د اکمال ریاست د دی ولس په اوږو هغه دروند پېټئ ده چی نزدی هېڅ رښتینی عملی لاس لاس ته راوړنه نلری او په اکثرو حالتونو کی ان د دی ولس د وژنو مسول هم ده. دا ریاست د بی وزله ولس د لاس په تڼاکو د ګټل شویو پیسو د مالیی نه لوړ لوړ معاشونه اخلی او په مقابل کې ولس ته داسی متخصص ډاکټران تربیه کوی چی له مسلکی پوهی په بشپړ ډؤل ناخبره او د ګټې په ځای ولس ته زیان رسوی.
د دی ریاست له خوا تربیه شوی متخصص ډاکټران لاندی ځانګړنې لری:
لمړئ: ټول هغه ډاکټران چی په فاکولته کی د زده کړې په وخت یی په حاضرئ کی نوم نه پیدا کېده اوس متخصص او ټرینر متخصصین دی.
دوهم: ناروغ ته لیکلی نسخه یی په بشپړ ډؤل د نسخی لیکلو د نړیوال معیار سره په ټکر کی دی لدی کبله کله چی دا نسخی بهرنیو هېوادونو ته ځی نو بهرنی ډاکټران پوری خاندی.
دریم: متخصص ډاکټر باید پخپله نسخه د ناروغئ تشخیص ولیکی خو د دوی تشخیص معلوم نه وی او هر ناروغ ته د یوی په ځای د څلورو او پنځو ناروغیو درمل یوځای لیکی چی پدی کی خو به یوه نه یوه وی چی روغه شی – پدی ډؤل له یوی خوا د ناروغ پیسی ضایع کوی له بلی خوا یی په ډېرو زهرجنو درملو روغتیا ته زیان رسوی.
څلورم: داخله او جراحی په طبابت کی د بحر حیثیت لری چی د طب نوری څانګی په یو نه یو ډؤل پکی داخل دی. پدی دوه برخو کی تخصص اخیستل آسانه خبره نده خو د هېواد په هر ګوټ کی چی وګوری نو سترګی به دی د دی دوه برخو په متخصص لګېږی او که سپینه ووایو نو معالج ډاکټر نزدی هیڅ نه لیدل کېږی.
پنځم: له ټولو لویه غمیزه دا ده چی دا متخصصین او د عامی روغتیا د وزارت چارواکی دواړه پدی غلطه خبره شخوند وهی چی د یوی برخی متخصص باید د بلی برخی سره کار ونلری او همدا غلطه خبره د ولس په غوږونو کی هم پېچکاری کوی. دا خبره عام ولس ته یو لوی غم جوړ شوی ده. سره لدی چی که یو ډاکټر د یوی برخی متخصص ده نو د نورو ټولو برخو معالج هم ده. متخصص باید په نورو طبی برخو هم لږ تر لږه دومره پوه وی چی د خپلی تخصصی برخی ناروغ ته داسی درمل ورنکړی چی د هغه د بلی برخې پخوانئ ناروغی ډېره کړی.
پدی اړه یو ژوندئ مثال: فرض کړئ یو ناروغ کلونه کلونه سردرد لری. دا ناروغ که عقلی عصبی متخصص ته د درملنی لپاره لاړ نو د تشویش او خپګان درملنه ورته کوی دا ځکه چی د تشویش او خپګان له کبله سردرد د ده کار ده نورو سره یی کار نشته.
که همدا ناروغ د داخلی متخصص ته ورغئ هغه ورته د نیم سری درملنه کوی ځکه نیم سرئ د هغه په تخصص کی راځی او له نورو سره یی کار نشته، زما په څېر یو نیم له طب نه ناخبره خو ان ورته وایی چی د معدی له کبله ورته سردرد پیدا شوی او د معدی، د وینی د غوړ او نورو درملنه ورته کوی.
که همدا ناروغ د ستونی، پوزی او غوږونو متخصص ته لاړ نو دماغ یی چرک لری او د دماغ د چرک درملنه ورکوی ځکه هغه له نیم سری، تشویش او نورو سره کار نلری.
که همدا ناروغ د هډوکو متخصص ته ورغئ نو د ورمېږ په مهرو کی یی ستونزه ده او لدی کبله یی سر درد کوی – دا ځکه چی هغه د هډوکو متخصص ده او له نورو برخو سره یی کار نشته.
وروستئ پایله – تخصص باید لمړئ رښتینئ تخصص شی که نه نو باید دا تش په نوم د تخصص پروګرام په بشپړ ډؤل بند شی. د عامی روغتیا د ننه د تخصص د اکمال ریاست باید یا رښتینئ متخصص تربیه کړی یا نو نور دا پېټئ د بی وزله ولس له اوږو لری شی چی پدی ډؤل د ولس د لاس د تڼاکو د پیسو د مالیی د بیځایه لګښت مخه ونیول شی.
که دا کارونه ونشی نو مسولین به یی د قیامت په ورځ هرو مرو د الله پاک له لوری له سزا سره مخ کېږی او باید هېر نه کړی چی (ان بطش ربک لشدید – د الله پاک نیول ډېر سخت دی).
په درنښت.