ليک ياقوت خان شينواري
تېره مياشت مونږ په بيلجيم مرکز برسلز کې د شهيد نقيب الله د فاتحې مراسم نيولي و. د هغو ټولو دوستانو څخه مننه کوو کوم چې دې فاتحې ته راغلي و او يا ېې خپل پيغامونه را لېږلي و. خو د دې فاتحې مراسمو ته يو داسې شخصيت هم راغلی و چې زمونږ په وهم او ګمان کې هم دا خبره نه راتله چې ګني ښاغلی عثمان کاکړ صېب به هم د نقيب الله د شهادت فاتحه د مونږ سره بدرګه کړي. کور ېې اباد . د دې څخه وړاندې مې د ښاغلي عثمان کاکړ نوم اورېدلی و يو څو انټرويوګانې مې د هغه هم ليدلې او اورېدلې وې خو د نژدې څخه مې نه و ليدلی. ښاغلی عثمان کاکړ چې د پاکستان د سنا د مجلس غړيتوب هم لري د څو نورو سناتورانو سره فرانسې ته راغلی و. د سرکاري او رسمي سفرونو وروسته ېې نور ملګري برتانې او نورو هيوادونو ته لاړل تر څو سېل سپاټې وکړي شاپنګونه وکړي. خو ښاغلی عثمان کاکړ صېب په فرانسه کې خبر شو چې اروپا ميشتو پښتنو افغانانو په برسلز کې د نقيب الله شهيد د فاتحې تابيا نيولې ده نو سمدلاسه ېې د بيلجيم لار ونيوله او د بازمحمد خان او نورو ملګرو په مرسته ېې ځان د فاتحې ځای ته راورساوه. ما مخکې وويل چې نه ېې زه چېرته ليدلی وم او نه ما چېرته ليدلی و خو چې کله مخترم کاکړ صېب جومات ته رادننه شو ملګري ترې روسته راروان و او دی ښاغلی ترې مخکې و سمدستی ېې سلام واچاوه ما ورته وعليکم السلام ووايه خو د راغبرګه کړه چې شينواري صېب ! د فاتحې په نيولو دې منندويه يم . ما فکر وکړ چې کېدی شي دا مخترم د شهيد نقيب الله د کورنۍ سره کوم تعلق ولري ځکه چې ما تر دې وخته نه ؤ پېژندلی خو ما ترې په نور ماله لهجه مننه وکړه او ورته مې وويل چې مهربانی وکړۍ دلته کېښنۍ. اجمل شينواري صېب راغبرګه کړه چې سړی دې ونه پیژاند ؟. مال نه هغه راته کړه چې مشر ښاغلی سناتور عثمان کاکړ صېب دي. زه لږ حجالته غوندې ځکه شوم چې زما د هغه سره روغبړ هم ډېر سوړ ځکه و چې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه. به هر حال مطلب ته راګرځم او هغه دا چې د ده کاکړ صېب نور سناتوران ملګري چېرته او په کوم عرضونو پسې لاړل او دی چا مجبور کړ چې د اروپا رنګينۍ او سېلسپاټې پرېږدي او د يوه بې ګناه پښتون ځلمي په فاتحه کې برخه اخلي. زما د هيڅ سياسي ګوند سره رسمي تړاؤ نه شته البته خواښوږۍ به ضرور لرم دلته ډېر سياسي مشران راځی او زمونږ ورسره رابطه ضرور پېښيږي ځکه چې دا څه پاکستان نه دي او يا افغانستان نه دي چې په يوه سړي پسې په لسګونو موټر او محافظان روان وي او ستا به ور سره ملاقات نا شونی وي بلکه دلته حالات بل رنګ دي. خو په تېرو دوه لسيزو کې چې دلته څومره پښتانه مشران راغلي دي زه به ېې د نومونو د اخيستو څخه پرهېز وکړم خو کوم مېلمه چې دلته د شهيد نقيب الله فاتحه دوه چنده څلور چنده کړه هغه ښاغلی سنېټر عثمان کاکړ صېب ؤ. نوموړي په فاتحه کې داسې خبرې وکړې چې ويده پښتانه ېې راويښ کړل (هغه خبرې به بيا درته د يوه راپورټيج په شکل کې وليکم). د شهيد نقيب الله په فاتحه کې نوموړي داسې خوږه لهجه وکاروله چې د مېډيا ملګرو ترې بيا بيا د تکرارولو غوښتنه کوله نوموړي بيا د نورو ژبو د ژورنالسټانو د اسانتيا لپاره په اردو ژبه کې وينا هم وکړه. ښاغلي د عثمان کاکړ د حقايقو ډکې وينا ته په کتو په بيلجيم کې د ګڼو سياسي پارټو مشرانو د سنېټر غثمان کاکړ وينا تايد کړه او په افغانستان،قبايلي منطقو ، پښتونخوا او په کراچۍ کې د پښتنو سره په کېدونکي ظلم او روانو حالاتو د عثمان کاکړ صېب تانده وينا د ځوان کهول د رابيدارېدو نوی زېری ګڼلی شو. مونږ ارزو لرو چې نور مشران هم راشي او د اروپا مېشتو پښتنو سره خپلې حوالې او د زړه خبرې شريکې کړي. په کال دوزره لس کې دلته مولانا صېب فضل الرحمن هم راغلی و درې ورځې ور سره ملګري و خو دومره زړه راخکونکی مينه چې د دې ځای اوسېدونکو ته ښاغلي عثمان کاکړ ورکړه مثال نه لري. خصوصا زما لپاره چې د دې څخه مخکې مو سره نه ؤ ليدلي. خو د يو سياسي شخصيت بصيرت د دې څخه پېژندل کيږي چې هغه ملي ،پرګنيز او دوديز ارځښتونه پيژني تا هم پيژنی او بل هم . همدا يو ټکی که د پښتنو په مشرانو کې راژوندی شی او د خپل تاج او تخت په ځای د وطن او خاورې فکر وکړي نو ټولې ستونځې به په هوارېدو شي او پښتانه به لر او بر سره ټول افغانان شي.