د آلمان د ميونيخ ښار د د نړۍ والې سلامتيا په غونډه کې د پاکستان لوی درستيز ښاغلي جاويد قمرباجوه په پاکستان کې د ډېرې مودو مېشتو افغان کډوالو باندې يوځل بيا غږ کړی دی چې په عزت سره دې نور خپل هيواد ته ستانه شی. دا نه لومړی ځل دی او نه اخيري ځل کېدی شی. د دې څخه د مخه هم په کراتو کراتو د افغانانو د بېرته ستنېدو، د پوليس او استخباراتي کړيو لخواه د نيولو وهلو ټکولو ربړونو او په جبری توګه د لېږلو راپورونه نړۍ والو رسنيو خپاره کړيدي. خو نن د پاکستان د ټولو ارګانونو د پاسه د پوځي ارګان د مشر (د لوی درستيز) د ادرس لخواه داسې پيغام د خارج څخه په ترخه او ستوغه لهجه افغان کډوالو ته ورکول د ځان سره نوی پيغام لري. ګمان کيږي چې د امريکا لخواه په پاکستان د فشارونو د واردلو څخه د ځان د خلاصي لپاره اوس پاکستان ټوله پړه په افغان کډوالو ور اچول غواړي. پاکستان دريځ نيسی چې د افغان کډوالو په پنډغالو کې د حقاني شبکه او افغان طالبان پټنځايونه لري. دلته څو سوالونه پيدا کيږي اول دا چې آيا د کوېټې او د پېښور د شورا د مشرانو کورونه او دفترونه د افغان کډوالو په پنډغالو کې دي او که د پاکستان په مشهورو ښارونو کې ؟. دوهم آيا د ترورستانو د روزنې مرکزونه د کډوالو په پنډ غالو کې دي که د استخباراتو او د پوځي څارونکو د نظارت لاندې سيمو کې دي؟. تر پرونه پورې د پاکستان د صدراعظم د قومي سلامتيا مشير ښاغلي سرتاج عزيز منلې ده چې د طالبان مشران د پاکستان په ښارونو کې استوګن ځايونه لري. تر ننه پورې پاکستان د طالبانو د دريځه ملاتړ کوی. تر اوسه پورې مولانا سميع الحق په ډانګ پيلې وائی چې د طالبانو مرسته زمونږ اولينه ترجيح ده. خو دا چې د امريکا د ګذار څخه د ځان ساتلو لپاره ډب د مهاجر د شا څخه اوباسي دا نو د بوسو لاندې د اوبو تېرولو په معنی ده. د افغان مهاجرينو پاکستان يا نورو هيوادو ته کډه کول په هغه وخت کې د وخت د شوروي اتحاد د تيري لا امل و. هيڅوک په رضا خپل کور کوډله نه پرېږدي .پخوانی افغان کمشنر او په کابل کې پخوانی د پاکستان هائی کمشنر او سفير ښاغلی رستم شاه مومند وائي چې د افغانانو هجرت د پاکستان د پرمختګ او ابادۍ سبب وګرځېد هغه مخکې وائی چې په افغان کډوالو د پاکستان يوه سره پيسه نه ده مصرف شوې بلکه پاکستان د کډوالو په سر د نړۍ والې ټولنې هر کال ميلياردونه ډالر بسپنه کړيدي. خبره د پاکستان د لوی درستيز د ستوغې خبرې را اخلو آيا دومره بې مروتي او هغه هم د يوه هيواد د داسې لوی شخصيت لخواه! . افغان کډوال څه سرائيکي ملتاني چنګړيان خو نه دي چې شپه په يوه ځای ورځ په بل ځای کې وي. ښاغلی باجوه صېب ! دا خبره مه هېره وه افغان کډوالو چې خپلې مېنې کنډوالې کړې او هجرت ته ېې غاړه ورکړه نو دلته د هغو عزت نفس سوال ؤ د هغو عنناتو ، کلتور، ديني ارځښتونه او د خاورې ارضی تماميت د ګواښ لاندې راغلی و. جنرال صېب ! که تاسې خبره د عزت کوئۍ نو دا ياد ولره چې ستا په سينه لږيدلي مډالونو کې د کوم جنګي فتوحاتو تاريخچه نه شته بلکه دا د افغان مجاهدينو د قربانۍ وياړ بولم چې نن په ارام ساه اخلې او چمکلي په سينه شرنګوې. ښاغلی جنرل صېب ! د امريکا د وار او ډب څخه د خلاصي حکمت عملي ستا مسلم او منلی حق دی خو د ځان د خلاصولو لپاره د بلا په خله کې افغان کډوال مه ورکوه او مه د کډوالو لپاره ستوغه خبره! . جنرل صېب!!! که غوا توره ده شدې سپينې دي ټوله دنيا نن په دې پوهه ده چې دهشتګردو رهبري څوک کوی؟. جنرل صېب! ځنې الفاظ د جرنېلانو سره خايست نه کوي راشه او دا سيمه د تل لپاره په امن بدله کړه. دا جغرافيه او سيمه به همداسې اباده وی د دې سيمې د تاريخ څخه پوښتنه وکړه چې دلته راشه درشه څومره ژورې ريښې لري. په دې سيمه باندې د اوربليانو مخونه د تل لپاره په لوګيو کې تور شويدي خو دا اولسونه بيا هم نه دي بېل کړی شوی. جنرال صېب !!! سخت او ژور زخم خو جوړېدی شی خو ترخه خبره(افغان مهاجر دې په عزت سره نور لاړ شي) معلوميږي داسې چې افغانانو تاسې ته کومه جدي ستونځه متوجه کړېده نه داسې نه ده . کډوال به ضرور يوه ورځ لاړ شی ځکه پردی کټ د نيمو شپو وي خو ستا د دې لوړ مقام څخه دومره لوېدلې خبره به کله هم د چا هېره نه شي. افغان کډوال دې ګيله نه کوي ځکه چې د فاټا د او پي ډيز او د سوات د پرامنه اولس سره کومې نادودې نه دي روانې . د اسلام اباد پرلته او لاريون ولې او وجه ېې څه وه په کراچۍ کې د پښتون ټول وژنه ولې. آيا پښتانه تره ګرد دي ؟. د ملتان رېلوې اسټېشن باندې پيش کېدونکې تابلو کې پښتون ولې او د کوم هدف لپاره نړۍ والې ټولنې ته دهشتګرد ښودلی کيږي. معلوميږي داسې چې پښتون که د لر دی او که د بر دی خو په قصدي توګه ترې دهشتګردو د جوړولو کوششونه روان دي. اوس دا د افغان دولت دنده ده چې د نړۍ والې ټولنې مخ د ګډوالو مرستې ته راو ګرځوي تر څو خواره واره افغان کډوال بېرته خپل ټاټوبي ته د سولې په فضاء کې راستانه شي.