سعودي عربستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز کړی او هڅه دا ده چې په سیمه کې دپاکستان بدیل بیامومي له یوې خوا د ایران او روسیې نیژدېوالی او له بل پلوه په سیمه کې د پاکستان او امریکا د اړیکو خرابوالي سعودي اړ کړی چې دپاکستان پرځای یو داسې هېواد سره نیژدې اړیکې ولري چې په ټوله معنی دپاکستان بدیل وي .
څه موده وړاندې چې کله په کابل کې د عراق پر سفارت برید وشو سعودي حکومت دغه برید وغانده او له افغان حکومت سره یې دترورېزم د ورکاوي په برخه کې قاطع دریځ ونیوه او د مرستو ژمنه یې وکړه همدا راز دسعودي دوخت شارزدافیر وویل چې طالبان یوه ترهګره ډله ده .
افغانستان له ډېر پخوا څخه له سعودي عربستان سره د مذهبي مقدساتو له امله ښې اړیکې لرلي که څه هم د شوروي د یرغل پرمهال دغه اړیکې خرابې شوې وې خو د نوي حکومت په راتلو سره دغه اړیکې له سره ورغېدې .
د سردار محمد داود خان د ریاست پرمهال افغان حکومت هڅه کوله چې دشوروي پرځای له سعودي سره خپلې اړیکې سمې کړي چې له همدې امله یې سعودي عربستان ته سفر وکړ .د ثور د کودتاه څخه وروسته دغه هېواد دحکومت پرځای له مجاهدینو سره مرستې کولې چې دغه مرستو د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې جوړې کړې وې یعنې هغه مهال هم د اړیکو لامل افغان مجاهدین وو .
خو کله چې طالبانو کابل ونیوه سعودي له لومړنیو درېو هیوادونو څخه وو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیاتو وپیژنده .
افغان حکومت له پیله تر اوسه له سعودي سره ښې اړیکې لري چې په توکیو په ۲۰۰۲ کال کنفرانس کې یې له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د ملي یووالي حکومت د افغانستان په تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله له سعودي عربستان سره هم پياوړې اړیکې لري له همدې امله ښاغلی اتمر سعودي عربستان ته سفر وکړ چې تمه ده چې د افغان حکومت ستراتېژيک ډوله اړیکې به، په سیمه کې پاکستان دسعودي له سپینو چکونو خلاص کړي .
له تېرو څو لسیزو راهیسې افغانستان د امنیت اوسولې د راوستو په برخه کې دسعودي وړتیا او اړتیا ضروري ګڼلې او په وار وار یې په دغه هېواد په افغانستان کې دسولې په راوستو کې ددخالت لپاره هڅولی چې دغې هڅونې په ورستیو کې پایله څرګنده کړه چې سعودي شهزاده د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر په رسمي بلنه سعودي ته ور وغوښت سعودي تر دې مهاله هم، پر افغان طالبانو نفوذ لري.
نو له دې وخت نه په ګټې اخیستنې به اتمر هڅه وکړي چې سعودي اړ کړي چې دپاکستان پرځای د افغانستان حکومت ته لاس اوږد کړي او د منځګړتوب څخه کار واخلي چې دغه چاره به لکه نور پرمختګونه پاکستان له اخري توقع هم خلاص کړي چې کولای شي دافغان سولې په برخه کې همکاري وکړي .
د دې ترڅنګ د ټرمپ ادارې او ریاض ترمنځ هم، د اوباما د دورې په پرتله اړیکې ښې دي، کوم څه چې د افغانستان د سولې پروسې پر بريا مثبت اغېز ښندلی شي.
د سعودي عربستان حکومت د (سعودي فنډ) له مخې له افغانستان سره مرسته اعلان کړې ده او افغان محصلینو ته ۴۰۰ بورسونه هم ورکړي دي.
افغان ولسمشر لکه هماغه مهال چې د ټاکنو پرمهال یې ژمنه کړې وه چې له اسلامی هیوادونو سره به ښې اړیکې ولري ، د سیمه ییزو همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان په سوله او ثبات کې د سعودي پر نقش، په عربستان کې د افغان کارګرو او سوداګرو د ستونزو او د حج د مراسمو په مهال د افغان حاجیانو د ستونزو د حل کولو په برخه کې تر پخوا ښه شوی دی .
د افغانستان او طالبانو په اړه دا د سعودي په تګلاره کې یو ستر مثبت بدلون ګڼل کیږي په افغانستان کې د جګړو د زیاتوالي او دوام یو دلیل دا دی چې ځینې هېوادونه له ترهګرو څخه په ښکاره او پټه ملاتړ کوي چې سعودي کولای شي ددغو مرستو مخه ونیسي .
د افغانستان او پاکستان اړيکې له تېرو دوو کلونو راهيسې د بل هر وخت په پرتله خرابې دي او اوس د پاکستان پر وړاندې د امريکا نوې تګلاره او فشارونه يو مثبت بدلون ګڼي. په ورته وخت کې له هند سره د کابل اړيکې ورځ تر بلې پراخېږي.
افغان حکومت په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو شیعه حوثي وسله‌والو پرضد، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف څخه ملاتړ وکړ.
له همدې کبله، تېرو څو کلونو ته په کتلو سره، افغانستان د سيمې او نړۍ په کچه په جيوپوليټيکو بدلونونو کې او له بېلابېلو هېوادونو سره په اړيکو کې توازن او خپل د ناپېيلتوب ساتلی دی لکه څنګه چې پکار ده افغان حکومت خپل بهرنی سیاست له نړیوالو منفي اغیزو څخه دساتنې هڅه کوي چې له خپلو ګڼو سره یې مدیریت کړي
سعودي عربستان کې شاوخوا درې سوه زره افغانان د نورو هېوادونو د پاسپورټونو په لرلو سره په کار بوخت دي او د دې لوی لامل دا دی چې د ثور له کودتا تر اوسه سعودي عربستان افغان کارګرانو ته له افغانستانه مستقیماً د ورتګ اجازه نه ده ورکړې چې په دې وروستیو کې حکومت په سعودي سفارت کې افغانانو ته د پاسپورټونو د ویش لړۍ پیل کړه .