استرالیا یو تامیل پناه غوښتونکې د شکنجې له اندیښنو سره سره سریلانکا ته سپاري

د استرالیا حکومت د تامیل پناه غوښتونکي (شانتا روبان) سریلانکا ته د بیرته استولو امر ورکړې، سره له دې چې داسې ویره شته چې هغه ښایي سریلانکا کې شکنجه او وځورول شي.

د استرالیایي حکومت دا پریکړه باجود د دې ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد یوې کمیټې دوه میاشتې وړاندې په رسمي ډول له یاد حکومته غوښتي وو چې د شانتا روبان استول دې تر هغه وځنډوي ترڅو دغه کمیټه سریلانکا کې د نوموړي د شکنجه کیدو او یا نه کیدو په هکله خپلې پلټنې بشپړې کړي.

ټاکل شوې چې یاد تامیل پناه غوښتونکې د فبروري په ۲۲ تاریخ سریلانکا ته واستول شي.

د استرالیا حکومت وایي، څوک اجازه نلري چې د نوموړي سره په هوايي ډګر کې کتنه وکړي. هغه به د استرالیا د سرحدي ځواک د یو چارواکې په واسطه تر کولمبو هوایي ډګر پورې بدرګه شي.

که څه هم د استرالیا د کورنیو چارو وزارت په ځانګړي ډول د شانتا روبان د قضیې په هکله له تبصیرې ډده کړې، خو په یوه بیانیه کې یې ویلې چې د استرالیا حکومت نړیوال بشري حقوق په نظر کې نیسي او هیڅکله هغه څوک له خپل هیواده نه باسي چې د هغه د شکنجې ګواښ وجود ولري.