سعودي ته د دحنیف اتمر سفر د پاکستان په بهرنیو ملاتړو د اخري میخ وهل دي . پاکستان له غربه ناامیده حکومت دی چې یواځينۍ هیله یې سعودي ته پاتې چې ددوۍ اقتصادي او لوژستیکي ملاتړ به کوي .
ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې په سوداګریزې خودکفایي لوری ټاکلی وو چې په پایله کې یې افغانستان پاکستان ته په احتیاجۍ کې واقع هېواد ته یې لس نورې لارې بیاموندلې چې د تورخم او سپین بولدک په بندېدو ونه توانېدل چې دغه هېواد د تېر په څېر مجبور وویني .
د افغان حکومت نړیوال سیاست دا وو چې څنګه کولای شی ځان د ګاونډیانو له احتیاجه خلاص کړي ترڅنګ یې د اسلامي هېوادونو اعتماد له ځانه سره ولري .
د ښې دیپلوماسۍ په پایله کې افغان حکومت وتوانېده چې نن پاکستان په سیاسي او اجتماعي انزوا کې قرار لري هره ورځ بهرني فشارونه دي چې په دغه هېواد واردېږي .
سعودي عربستان ته د امنیت شورا د مشارو محمد حنیف اتمر سفر چې د سعوي د شهزاده محمد بن سلمان ال سعود په رسمي بلنه ترسره شوی دی تمه ده چې ګڼې لاسته راوړنې به ولري چې د اقتصادي وضعیت دښه والي ترڅنګ به د امنیتي همکاریو په برخه کې هم موثره وي .
دغه سفر به وکولای شي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اسلامي هيوادونو اجماع رامنځته کړي اټکل کیږي چې دغه هېوادونه پر طالبانو اغیزمن دي که ریاض واقعا له سولې سره همکارشي نو د پاکستان هغه موثریت او شرایط چې پر افغان حکومت یې دسولې په بدل کې ږدي ضعیفه او بې دلیله شي که سعودي عربستان وغواړي نه یواځې په افغانستان بلکه په سیمه کې به دسولې د ټینګښت په برخه کې ګټور ثابت شي او ترڅنګ به یې سعودي عربستان له وسلوالو سره د مرستو سرچینې دتړلو په برخه کې هم موثره دی .
که څه هم امنیت شورا چارواکي وایي چې دغه د سفر موخه یې دوه اړخیزې اړیکې اقتصادي وده او امنیت دی خو تمه کیږي چې اتمر به په سیمه کې دسعودي ملاتړ چې دا مهال یې له پاکستان سره لري افغانستان ته واړوي چې بیا به پاکستان دیوه منزوي هېواد په حیث هم دیپلوماتیک او هم ښه روابط له ټولې نړۍ سره له لاسه ورکړي .
دغه راز به اتمر سعودیانو ته قناعت ورکړي چې په سیمه کې دسولې د راوستلو لپاره پر پاکستان فشار وارد کړي ددې ترڅنګ به له هغوۍ وغواړي چې دغه هېواد په خپل قلمرو کې د اورپکو ځالې له منځه یوسي او یا یې له خپلې خاورې وباسي .
سعودي عربستان هغه هېواد دی چې د (طالبانو اسلامي تحریک) یې په رسمیت پېژنده، مرسته یې ورسره کوله او اوس هم د راپورونو په اساس د دغې ډلې له یو شمېر مشرانو سره اړیکې او پر هغوی نفوذ لري، د شوروي ځواکونو د یرغل پر مهال د افغان مجاهدینو قوي ملاتړی و او اوس د افغانستان له نژدې ملګرې امریکا سره هم ښې اړیکې لري.
د پیسو مینځلو سازمان د ترهګرو دملاتړ په تور په پاریس کې غونډه هم د پاکستان پر حاکم حکومت فشار دی چې له مخې یې کېدای شي چې پاکستان دپیسو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره مخ شي . پورته یادې شوې خبرې او دې ته ورته نور ګڼ مسایل دي چې پاکستان یې انزوا ته وړی او په پایله کې یې دغه هېواد سلګونه ټنه خوراکي توکي لکه غنم اوړه او یو شمېر نور زراعتي توکي دي چې پاکستان یې له ستونزو سره مخ کړي دی .
اوسنی وضعیت دا څرګندوي چې په سیمه کې د تروریزم په وړاندې اجماع رامنځته شوې او تمه ده چې دغه اجماع به وشي کولا چې نور هم پاکستان له ستونزو سره مخ شي چې په پایله کې به افغانان د سولې تر چتر لاندې ژوند ته دوام ورکړي .په سیمه ییزه کچه د تروریزم ضد اجماع ته رسېدل او د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو له شتو خپلمنځي اختلافاتو سره سره په بېلابېلو سیاسي – دپيلوماتیکي فورومونو کې د افغانستان د خبرې سر کېدل او د سیمې پر سیاستونو د فغان حکومت مثبت اثر یې غوره لاس ته راوړنې دي .سعودي عربستان ته د حنیف اتمر سفر څخه څرګندیږي چې اوس افغان حکومت په عربي هېوادونو کې هم اجماع رامنځته کوي چې دغه سفر یې پیل دی .تمه ده چې په راتلونکې اوونۍ په چهارشنبې ورځ به د کابل پروسې ناسته د ۲۵ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون وشي دغه کنفرانس چې ګڼ مثبت پیغامونه به ولري چې د طالبانو ترڅنګ به ولس او هم به پاکستان او سیمې ته په واضع ډول څرګند شي تمه کیږی چې دا پیغامونه به مثبت او له صداقته ډک وي.لومړنی اساسي هدف دادی چې د افغانستان د سولې په اړه یوې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ورسېږي او د حکومت هدف دادی چې د دغو طرحو په اړه د نړیوالو همکارانو تأیید ترلاسه کړي .

پاکستان جګړه په افغانستان کې د خپلو ګټو یوه برخه بولي او دغه هېواد به په اسانۍ سره دې ته غاړه نه ږدي چې دسولې لپاره اقدام وکړي خو که چېرته پاکستان احساس وکړي یا ګواښ ورته وشي چې امریکا به په رښتیا سره خورا زیات جدي او لوی اقدامات وکړي، مثلاً دا چې پر پوځي مشرانو یې له ترورېستانو سره د اړیکو په خاطر بندیزونه ولګوي، یا دې ته ورته بل اقدام وکړي نو خپله به هغه څه وکړي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه یې غواړي .په وروستیو کې د افغان حکومت مشرانو بیلابیلو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې په دغه هېوادونو کې متحده ایالاتو، اندونیزیا، ترکیې، ایران، ازبکستان، اذربایجان، هند، متحده عربي اماراتو، ترکمنستان اوسعودي عربستان ته د محمد حنیف اتمر وروستي سفر په پایله کې افغان حکومت توانیدلی چې د نړۍ له هېوادونو سره پیاوړې اړیکې جوړې کړي ، د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتېژۍ اعلان او په دې ستراتېژۍ کې د وړاندیزونو شاملول د افغانستان د بهرني سیاست له لویو لاسته راوړنو څخه دي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د اقتصادي څلور لارې په توګه د افغانستان بدلون، هند سره د مستقیمې او هوایي سوداګرۍ پیل، د پوځي مرستو زیاتوالی، د پاکستان منزوي کېدل او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د توازن ساتل په بهرني سیاست کې له مهمو پرمختګونو څخه وو.