ما د خپل ځان کیسه کوله، څومره درد وه پکې
چې مې ستا چیغه اوریدله، څومره درد وه پکې

دلته شمیره د پرهرونو له حسابه وتې
له هر پرهر څړیکه وتله، څومره درد وه پکې

د ویر ماتم د کاروانونو لار سوره ده په مونږ
لار د خلاصون مو لټوله، څومره درد وه پکې

دسیند په شور کې پروني خوندونه کله شته دی
نن یې بیا مړه څپه وهله، څومره درد وه پکې

دلته هر چا کمیس اغوستی د دوزخ د لمبو
ما د هر تن لمبه شمیرله، څومره درد وه پکې

زه د ژوند مات تصویر ته ناست وم چی پیوند یې کړمه
ټوټه ټوټه مې ټولوله، څومره درد وه پکې

په لپو لپو دې د خپل ولس د حق لپاره
( وارثه ) تادعا کوله، څومره درد وه پکې
اوسلو ـ ناروې