لنډېز
ددې موضوع عنوان د ډاکټر نجیب د واک داخلي سیاست ته لنډه کتنه ده، چې زیاتره د هغه د واک په داخلي اړخ باندې راڅرخېږي. ډاکټر نجیب په داسې وخت کې واک ته ورسیده، چې په هېواد کې د شوروي اتحاد نظامي حضور موجود وو او پر ضد باندې یې د هېواد د بېلابېلو خواوو څخه نظامي تحرکات په جمع او جوش کې روان وو. ډاکټر نجیب غوښتل، چې شوروي پوځونه زمونږ له هېواد څخه ووځي او جهادي ډلو سره د خبرواترو له لارې نتیجې ته ورسېږي، ترڅو په ګران هېواد کې سوله او امنیت راشي، وینه تویونه او ورور وژنه پای ته ورسېږي او همدارنګه افغانستان د پردیو د لاسوهنو څخه په امن شي. د دغو موخو د لاسته راوړلو له پاره یې عملي پلانونه په کار واچول. تر یوه بریده پورې زیاتي لاسته راوړنې یې هم درلودي، لکه له هېواد څخه د شوروي اتحاد د فوځونو وتل، د مجاهدینو سره د اړیکو ټینګول او داسې نور، خو له بده مرغه د مغرضانه کړیو د لومو ښکار شو او خپلو ټولو موخو ته ونه رسید چې د موضوع ښه روښانتیا وروسته په بشپړ ډول څرګنده شوي. ددې ترڅنګ ددغې مقالې د لیکلو پروخت یو لړ محدویتونو سره هم مخامخ وم. لکه: د مقالې د موضوع پراخوالی او د صفحو کموالی، په کتابتون کې د کتابونو کموالی، د پروګرام د درسونو زیاتوالی او همدارنګه دې ته ورته نور محدودیتونه.
سرېزه
د افغانستان تیر تاریخ ته په کتو سره زیات واکمنانو د پردیو په لاس واک ته رسیدلي دي، ترڅو د هغوي ګټې پکې خوندي واوسي. همدارنګه ویل کېږي چې د ډاکټر نجیب الله واک ته په رسیدلو کې د شوروي اتحاد لوی لاس وو. دغې خبرې ته وزیري صاحب په خپل کتاب تر د ثور پاڅون، د کې، جې، بې دسیسي او شوروي یرغل سرلیک لاندې داسې اشاره کوي”کله چې په شوروي اتحاد کې د زوړ فکر خاوندانو(بریژنیف ډله) واک پای ته ورسید، نو د نوي فکر خاوندانو (ګورباچوف ډله) چې تازه واک ته رسیدلي وه؛ غوښتل یې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي. ددې کار لپاره چې د نجیب په وجود کې یې دغه ځواک لیدو، هماغوو چې هغه یې واک ته ورساوه، او خپل پلان يې پرې پلی کړ” (وزیري، ۱۳۸۶، ص ۲۲۵). نجیب واک ته په رسیدو سره سم په هېواد کې په اصلاحاتو کار پیل کړ. نوی اساسي قانون یې جوړ کړ، د ملي روغي جوړې طرحه یې وړاندې کړه چې د جهادي جنګیالیو سره د خبرو اترو له لارې په هېواد کې سوله او امنیت راولي، او بل دا چې د ګډ حکومت د جوړولو لپاره یې زمینه برابره کړه، خو له بده مرغه په خپلو ټولو پلانونو کې بریالی نه شو. د موضوع د ښه څرګندتیا له پاره یو څو موخو څخه یادونه کوو: د ډاکټر نجیب الله په داخلي سیاست باندې پوهېدل. د هغه د داخلي سیاست ځواکمن او کمزوي ټکي پيژندل او همدارنګه دده داخلي سیاست د مخالیفینو او طرفدارانو کچه معلومول. د یادو موخو د ترلاسه کولو له پاره مې یو لړ تاریخي کتابونه وپلټل، لکه د کاندید اکاډمیسن محمدابراهیم عطايي "د افغانستان پر معاصر تاریخ باندې یوه لنډه کتنه"، د شمس الدین شمس "د افغانستان معاصر تاریخ"، د محمد صدیق الله راهي "آیا ډاکټر نجیب پېژنئ!" او همدارنګه نور تاریخي او سیاسي کتابونه مې هم مطالعه کړل، چې وروسته د مآخذونو په لړلیک کې په منظم ډول راغلي دي. د موضوع د عنوان څخه جوتېږي چې کتابتوني بڼه لري، نو پر همدې اساس مې د کیفي روش نه کار اخیستی دی، کمي او ګډ ( کیفي او کمي ) روشونو ته په کې اړتیا نه وه. نو ځکه مې ترې استفاده نه ده کړي. یوازې مې کتابخانه ای او کیفي میتود نه ګټه پورته کړې ده. د پورته ټکو په نظر کې نیولو او د کـورنۍ دنـدې د ورکړل شوي کړنلارې په پـــام کې نیولو سره د خپل وس او توان پر بنسټ مې کار پرې کړی دی. موضوع په بشپړ ډول سره څېړل شوې او ترتیب شوې ده.
ددغې څېړنې عمده پوښتنې لاندې دي: د ډاکټر نجیب الله داخلي سیاست په څه باندې زیات متمرکز وو؟ دده داخلي سیاست کوم ځواکمن او کمزوري ټکي درلودل؟ دده داخلي سیاست سره په داخل کې خلک تر کومه اندازه مخالف او موافق وه او دی څومره په داخلي سیاست کې بریالی وو؟ دغو او دې ته ورته نورو پوښتنو د ځوابونو د لاسته راوړلو لپاره په موضوع کې ځوابونه روښانه شوي دي.
د ډاکټرنجیب الله واک ته د رسیدو سره سم د هغه داخلي سیاست
د ١٩٨٦ کال په نوامبر مياشت کې ډاکټر نجيب الله د افغانستان ولسمشر وټاکل شو او په همدې توګه د افغانستان لپاره يوه نوې بنسټيزه کړنلاره ((اساسي قانون))هم جوړه شوه. بيا په همدې وخت کې ځينې نوي ابتکارونو او زياتوني په اساسي قانون کې د افغانستان سياسي ډګر د يو ګونديز نظام نه څو ګونديز حکومتي نظام جوړ کړو. په بنسټيزه کړنلاره کې د بيان آزادۍ د ساتل او د يو اسلامي قانون يا شرعيت پر بنسټ خپلواک قضايي نظام جوړ شو ( راهي، ۲۰۱۴).
که څه هم ددغو اصلاحاتو سره سره ولسمشر د لوی واک او برلاسۍ خاوند وه، د پوځ او د پوليسو د امر واکدار و، خو دغه انډول د حزب وطن يا د وطن ګوند بې توله کاوه او ددغه ګوند د کنټرول نه پرته يې هېڅ نه شوې کولی. حزب وطن يا د وطن ګوند په ١٩٨٨ زېږديز کال کې جوړ شوی و. ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې په نامه يو کميسيون د هماغه کال د سېپټمبر په میاشت کې جوړ کړ، او ددغه کميسون دنده دا وه چې د حکومت ضد جنګياليو سره اړيکې ټينګې کړي، د حکومت او د حکومت ضدو جنګياليو ترمېنځ سوله راولي. په دغو وختونو کې د زرګونو جنګياليو سره اړيکې ونيول شوې او هغوی د حکومت بلنې ته هرکلی ووایه ( شمس، ۱۳۹۳).
ډاکتر نجيب الله وروسته له دی چې د ګوند عمومي منشي وټاکل شو، د خلکو د غوښتنو او د ګوند په ليکو کې د سالم تفکر د خاوندانو په پلوي او د هېواد د عينی واقعيتونو پر بنسټ خپله طرحه چې په حقيقت کې د شخړو د هوارؤلو نوې لاره وه او د ژورې انساني محتوی په لرلو سره، له جګړې نه د افغانانو د ژغورولو او د تلپاتې سولې ور پرانستلو یواځنۍ لاره وه، د ١٣٦٥ کال د مرغومي د مياشتې په ١٣ مه نېټه په ګوندي جلسه کې د يو ستراتيژيک هدف په توګه وړاندی کړه، چې په پای کې د غونډې د ګډونکوونکو له خوا تصويب شوه، او د همدغې ورځې د غرمې نه وروسته په يوې درنې افغاني غونډه کې چې سرايستلي ګوندي او غېرګوندي مشران په کې راټول شوي وه، د ملي روغې جوړې دغه رغنده نوښتګر سياست د ډاکتر نجيب الله له خوا رسماً اعلان شو. او په عمل کې د ١٣٦٥ کال د مرغومي په ٢٥ مه نېټه يو اړخيز اوربند اعلان او د دغې انساني مشي پلي کېدل يې پيل کړل. همدا ډول، د نوي سياست څخه په پيروي د همدغه کال د سلواغې د مياشتې په لومړۍ نېټه د سياسي بنديانو د آزادولو په هکله د ډاکتر نجيب الله له خوا د بخښنې عمومي فرمان صادر شو، چې د هغه په اساس په زر ګونو بنديان خوشې کړی شول(نوید، ۱۳۷۸).
د ملي روغې جوړې د سیاست د طرحې د رامنځته کیدلو معنی دا وه چې د افغانانو ترمنځ د ویني تویولو او د ورور وژني بهیر پای ته ورسیږي، خپل منځي مشکلات د تیریدني او ګذشت په روحیه د افغانانو د خپل منځي خبرو اترو له لارې د حل امکان پیدا کړي، د قدرت له یو اړخیز انحصار نه ډډه وشي او یوه پراخ بنسټه ملي اداره جوړه شي او داسې فضا رامنځ ته شي چې ټول افغانان په خپله د آزادو ټولټاکنو له لارې د خپل برخلیک د ټاکلو وس پیدا کړي. د ډاکتر نجیب الله د سیاست د پلي کولو په پایله کې وؤ چې د نوی اساسي قانون مسوده د١٣٦٦ کال د سرطان په میاشت کې خپره شوه او د مخالفینو په شمول د ټولو خلکو څخه غوښتنه وشوه، چې په دغه مسوده کې د تغییر او بدلون په هکله خپل رغنده نظریات د اساسي قانون کمیسیون ته ورواستوي (هماغه اثر، ۱۳۷۸).
څو میاشتی وروسته د نوي اساسي قانون په مسوده باندی د بحث، تأئید او تصویب لپاره د ټول افغانستان نه عنعنوي لویه جرګه د کابل تاریخي ښار ته راوبلل شوه، په دې ترتیب د نوې اساسي قانون مسوده له یو لړ تغییراتو او بدلونونو نه وروسته د لویي جرګې د برخه والو له خوا د قوس د میاشتې په نهمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه. همدا ډول د نوې اساسي قانون د حکمونو له مخې د لویي جرګې د برخه والو له خوا، ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق د افغـــانستــــان د جمهــور رئیس په توګه وټاکل شو( عطایې، ۱۳۸۹).
ملي روغه جوړه
د ملي روغې جوړې د سیاست تر نوم لاندې طرحې لاندې مهم ټکي درلودل:
1. د دیالوګ او خبرواترو لاره د ټولو سیاسي مخالفینو سره د ور پرانستل.
2. د قدرت د انحصار څخه د ګوند انصراف او د څو ګوندېزه سیستم رامنځته کول.
3. د سیاسي بندیانو لپاره د عمومي عفو اعلان او د سیاسي اعمالو په خاطر د نه تعقیبیدلو ضمانت.
4. د اساسي قانون جوړول او نافذول او له پوځي پلوه په ټول افغانستان کې د سولې بسيا کېدل (يعنې د وسلې ټولول او يوې قانوني افغاني مرجع ته ورسپارل).
5. په سياسي ډګر کې اېتلاف ، سياسي پلوراليزم، دموکراسي او د پراخ بنسټه حقوقي اداره جوړول .
6. له اقتصادي اجتماعي پلوه د اقتصاد د ټولو ډولونو ته په یو وخت ممکنه وده او پرمختيا او د آزاد بازار د اقتصادي سيستم غښتلوالی .
7. د ملي روغې جوړې په خبرو کې درې مسئلې د لومړي عملي اقدام په توګه په ګوته شوي وې:
a. يو شپږ مياشتنی يو اړخيز اوربند .
b. د وسله وال اپوزيسون په ګډون « دملي وحدت حکومت » جوړول.
c. تقريباً د پنځه ميليونو په شاوخوا کې افغاني مهاجرين له پاکستان او ايران نه بېرته خپل هېواد ته ستنېدل .
8. د ازادو ډیموکراتیکو ټولټاکنو دایرول. بالآخره د همدغې ملي سیاست د پلي کولو په نتیجه کې وو چې د ۱۹۸۸کال د می د میاشتې په ۱۵ نېټه د جینوا معاهده لاسلیک شوه، او شپږ میاشتې وروسته یې په افغانستان کې یو روسیه پوځي هم پاتې نه شو، چې بیا نجیب الله د دلوې د میاشتې ٢٧مه نېټه چې د افغانستان څخه د روسي پوځيانو د وتلو د ورځې سره برابره وه د ملی نجات ورځ اعلان کړه (هماغه اثر، ۱۳۷۸).
١٣٧٠ ل ل کال د نجيب الله او د هغه د ملي روغې جوړې د سياست د پلويانو لپاره د سختو آزمايښتونو کال ؤ. ډاکتر نجيب الله پراخ، نوښتګر او هدفمن اقدامات تر سره کول. په ګوند کې يې د روغې جوړې تګلاره په نوی روحیې سره سمبال کړه. د ملګرو ملتونو د دفتر تر مستقیمې سرپرستۍ لاندې او د هغوی په ضمانت د قدرت د ویش او یا د قدرت لېږد میکانیزم د خبرواترو مهمه موضوع وه. د دغو خبرواترو رغنده نتایج د ملګرو ملتونو په پنځه فقره ییز پلان کې انعکاس وموند. ټول تدبیرونه په چټکه توګه سرته رسیدل او د ١٣ کلني جګړي له ناورین نه ستړي افغانان د همیشنۍ سولې د بري لورته سترګې په لاره ؤ. ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو د جنرال سکرټر پطروس غالي د غوښتنې په اساس او د هغه د ځانګړي استازي او مرستیال بنین سیوان د پنځه فقره ایز پلان له مخې د دولتي واک نه د ګوښه کیدو او د قدرت د لیږدولو د ژمنې په هکله د ١٣٧٠ کال د حوت د میاشتې په ٢٧ مه نیټه خپله تاریخي اعلامیه صادره کړه. په دې ترتیب د ملي روغې جوړې په لارکې ټولې بهانې او خنډونه عملاً لرې شول. ډاکتر نجیب الله د ملي روغې جوړې د سیاست او د ملګرو ملتونو د پنځه فقره ييز پلان د پوره عملي کیدو لپاره پخپل ټول توان او پوره ریښتینوالۍ او وفادارۍ کار وکړ. څو د ملي روغې جوړې لاس ته راوړنې او په افغانستان کې د سولې د بهیر ګړندي کېدل، چې په نتیجه کې به په افغانستان کې د انتخاباتو له لاری یو پیاوړی ملي حکومت رامنځ ته شوی وای، بلکې ګاونډیو هېوادونو هر یوه د خپلو مغرضانه اهدافو له زاویې څخه داسې یو مرکزي پیاړوي حکومت په افغانستان کې د خپلو ګټو سره په ټکر کې لیده. په همدغه لحاظ ؤ چې د ملګرو ملتونو د ســـولی د پنځــه فقـره ييز پــلان د ناکامولو هڅې یې پیل کړي(نوید، ۱۳۷۸).
د روسانو وتل او کورنۍ جګړه
د روسي پوځونو له وتلو څخه وروسته ډاکټر نجیب سمدلاسه د یوې ډلې ګډ حکومت له منځه یووړو، او هغه بېړنی حالت اعلان کړ. هغه د حسن شرق په نوم وزير سره ېې نور ناسياسي حکومتي غړي هم له کابينې څخه لرې کړل. همدارنګه د وخت متحدې روسيې د نجيب الله حکومت ته په ډېرو وټه ييزو او پوځي مرستو ورکولو کې اوږه ورکوله. په دوو ډېر سختو ژمه نیو موسمونو کې ېې کافي خواړه او تېل ورته چمتو کول. د ختيځې اروپا د روسي واک لاندې سيمو څخه ډېر زيات پوځي اوزار د افغانستان په لور د کښتيو په وسیله ولېږدول شوه. په هغو کې د افغان هوايي ځواک لپاره داسې اوزار و چې د امريکايي سټنګرو د ناڅاپي بريدونو د ځواب په موخه ورلېږل کېدل. داسې مزايل توغوندي چې د يو ښار څخه ېې بل ښار ويشتلای شو. همدارنګه منځينۍ کچې واټن مزايل توغوندي، په ځانګړي توګه د سکوډ په نوم چې د کابل څخه په بريالي توګه د جلال آباد په جګړې کې د دفاع په خاطر وتوغول شوه. د نښې د ويشتلو واټن ېې ۱۴۵ کيلو مټره و (وزیري، ۱۳۷۸).
د واک پريښودل او د ده پر ضد کودتا
په دې ترتيب يې د افغانستان د حاکميت په دننه کې يو شمېر پوځي جنرالان او د وطن ګوند په سياسي دفتر کې معلوم الحاله اخيستل شوي افراد د «مجاهدينو» د قومندانانو د يو شمېر وګړو او ډلو په مرسته په يو ګډ پلان کې يو ځای د ١٣٧١ کال د وري د مياشتې په وروستيو ورځو کې د نجيب الله او د ملګروملتونو د پنځه فقره ييز پلان په ضد يوه غلې کودتا ترسره کړه. په دغه کودتا کې دې لاندې حکومتي او ګوندي جګپوړو چارواکو برخه درلوده: د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړي فرید احمد مزدک، د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي محمود بریالي، د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړي نجم الدین کاویاني، د افغانستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن ګوند د مرکزي کومېټې د سیاسي بیرو غړي عبدالوکيل، د وطن ګوند د مرکزي کومېټې غړي شفیق الله توده يي، ډاکتر ضمیر، انجنیر نعمت، ادینه سنګین او ځینې نور. په دغه کودتا کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل ګارنیزویون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي، د ۵۳ فرقې پخوانی بولندوی جنرال عبدالرشيد دوستم، ډګر جنرال نورالحق علومي، د دفاع وزارت ستر درستیز جنرال آصف دلاور، تورن جنرال محمد عزیز حساس، جنرال عبدالحق علومي، د امنیت وزارت مرستیالانو جنرال یار محمد او جنرال باقر فرین، د ځانګړي ګارډ بولندوی سید اعظم سید، د هوايي او مدافع هوايي ځواکونو بولندوی جنرال فتاح، جنرالامیر محمد، جنرال مومن او جنرال جعفر نادري هم په کودتا کې کارنده برخه درلوده. ډاکتر نجيب الله په مرګ تهديد شو او د هغو ګواښونو له کبله ېې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په مرسته په کابل کې د هغوی دفتر ته پناه يوړه. پوره څلورنيم کاله يې دملګرو ملتونو په دفترکې تېر کړل او بالآخره د ١٣٧٥ لمریز کال د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه کابل ته د طالبانو د لښکرو د ننوتلو سره سم د وخت د سخت دريځه ډلې لخوا په ناپوښتلي حالت کې پرته له محاکمې په غيراخلاقي او غيراسلامي تـوګه له خپل ورور شــاهپور احمـــدزي سره يوځای مړ کړای شو( عطایې، ۱۳۸۹).
نتیجه
څرنګه چې ډاکټر نجیب یو سیاستمدار، هوښیار، زړور، وړاندویوونکی او ښه ویاند وو، ده د خپل واک په شپو او ورځو کې غوښتل چې په هېواد کې سرتاسرې سوله، ثبات، امنیت راولي، وینه تویونه او ورور وژنه له منځه ویسي، ټول افغانان په یو ټغر کيني او د خپل هېواد د آبادولو لپاره یو بل ته د یوالي لاسونه ورکړي، او له بلې خوا د شوروي اتحاد پوځونه له خپلې خاورې څخه وباسي، ددغه کارونو د سرته رسولو لپاره یې یو لړ عملي ګامونه هم پورته کړل، لکه د ملي روغي جوړي بهیر رامنځته کول، په اساسي قانون کې تغییر او بدلون راوستل، د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره لاره هواره ول او له افغانستان څخه د روسیې پوځونو وتل. خو ځینې مغرضانه کړیو په کور دننه او بهر کې دده د پلانونو د عملي کولو پروړاندې ده ته خنډونه ایجادول. مثلاً د امریکا او روس ترمنځ سیالۍ، په کور دننه کې د په لاس جوړي شوي ملیشي د ده پر ضد فعالیتونه ترسره کول، چې سیاسي کارپوهانو دا دده د داخلي سیاست ناکاموالی ښوده. همدارنګه د پاکستان هېواد نه غوښتل چې په افغانستان کې دې یو پیاوړی حکومت وي، ځکه چې د خپلو ګټو لپاره یې په زیان ګڼلو په همدې پلمه يې د مجاهدینو څخه په کلکه پوځي او مالي ملاتړ کاوه او هغوي به یې د ډاکټر نجیب د واک له منځه وړلو لپاره هڅول. هماغه وه چې ډاکټر نجیب د نړیوالو په منځګړتوب واک پریښود او افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل شو.
نتیجه ګیري
په لنډ ډول سره ویلی شو، چې د ډاکټرنجیب د واک داخلي سیاست په لاندې ټکو باندې څرخیدو:
1. اساسي قانون جوړول او څه موده وروسته د لویې جرګې په واسطه په کې یو لړ بدلونونه راوستل.
2. د ګوند وچ ایدیالوژيک او تش شعارونه له منځه وړل.
3. د یو ګوندي نظام څخه څو ګوندي نظام رامنځته کول.
4. سیاسي مخالیفینو عفوه کول.
5. د ملي روغي جوړې پروسه پر مخ وړل.
6. د ژینیو د تړون په اساس د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستان څخه وتل.
7. په هېواد کې څو کلن جنګ ته د پای ټکی کېښودل او داسې نور.
اخځلیکونه
راهي، محمدصدیق. (۲۰۱۴). آیا نجیب پیژنئ؟!. ژباړن: عبدالخبیر جاهد. پېښور: دانش خپرندویه.
شمس، شمس الدین. (۱۳۹۳). د افغانستان معاصر تاریخ. جلال آباد: حکمت خپرندویه ټولنه.
عطایې، محمدابراهیم. (۱۳۸۹). د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه. جلال آباد: میوند خپرندویه ټولنه.
نوید، نورالبشر. (۱۳۷۸). وطن یا کفن. پیښور: دانش خپرندویه ټولنه. وزیري، محمداقبال. ( ۱۳۸۶). د ثور پاڅون، د کې، جې، بې دسیسي او شوروي یرغل. پېښور: د پښتونخوا د پوهنې دیره.