دطالبانو دتحریک د ابتدا نه دمرحوم لوی ملا صاحب تر وفات پوری ، فرهنګی کميسون او ويندويانو یی نه چاته بی ځايه اختارونه ورکولای شول او نه یی بی اساسه خبری د رسنيو سره کولی شوای، ځکه چی لوی ملا صاحب به چی څه ويل عملي کول به يې ، هسی په دروغو اختارونه به یی چاته نه ورکول، چې دا په هغه وخت کی د امارت يوه ځانګړتيا وه چی تر اوسه د خلکو په خولو کی ده.

خو د کله چی مرحوم ملا صاحب وفات شوی ، او بیا د ملا اختر محمد منصور صاحب له شهادت وروسته ځينی داسی کسان واک ته ورسیدل یا واک ورکړل شوی دی چی خپل مسؤلیت نه پيژنی او یوازی د خپل مسؤليت په نامه یی اکتفاء کړی، دا هم احتمال لري چی په داسی ځای کی ساتل کیږی چی په خپلو خبرو او نظرونو کی استقلال نلری.

دا ډول خلک له تیر يو نيم کال څخه نه ځان چاته  ښيی او نه يی غږ چا اوریدلی ، د مرګ ، ژوند ، ازادۍ او غلامۍ څخه یی څوک نه دي خبر، او نه څوک پوهیږي چې څومره مستقل دي.

نو د همدی کبله په طالبانو کې خودسری له کنتروله وتلی ده . د مثال په توګه د فرهنګي کمیسون د مشرانو نه د اميرخان متقي او احمد خان متقي یادونه کولی شو چی په  کويټه او پنډئ کی میشت دي ، د پاکستاني ادارو په مشوره په ازادانه ډول خپرونی کوي او دبریدونو دمسؤلیت اخستلو او نه اخستلو اجازه تری اخلي.

ددواغو خبرو یوه بیلګه ئی هلمند ته دامیر المؤمنین سفر وه چی تیر کال ئی دخپل دښمن جنرال رازق ادعا په درواغو ډنډوره کړه، حال دا چی نوموړی هلته سفر ندی کړی.

بله مهمه خبره اشغالګری امريکا ته د اختارونو ده ، نو څرنګه چی امریکا په افغانستان تیری کړی او د اسلام دښمنه ده ، نو باید تل تر بریدونو لاندی ونیول شي ترڅو وتلو ته مجبوره شی . خو سوال دا دی چی پاکستان تر اوسه طالبان د بریدونو څخه منعه کړی وه اوس یی ولی په افغانستان کی د غټو بریدونو دمسؤلیت اخستلو اجازه ورکړه ، او په یوه اعلامیه کی ئی ددوی په استازیتوب اخطارونه ورکړل؟؟؟

اوس موږ ګورو چی پاکستان دطالبانو په اوږه راکټ چلوي اوطالبان ئی هم په خوشالی ورسره منی ، بله داچی پاکستان امریکاته د ډرون درانسکورولو ګواښ کړی وه ، خو ولی ئی راونه غورزول ، ځکه د ډرون دراغورزولو په ځای ئی په ډیر حساس وخت کی طالبان استعمال کړل خو متاسفانه طالبانو ته ئی هیڅ ګټه ونه کړه او نه پاکستان ورسره داسی ملګرتیا وکړه په کومه اندازه چی دوی ورسره اخلاص کړی وه.

دطالبانو تحریک باید خپل استقلال پخپله وساتی او دخپل مسؤلیت تر حده کار وکړي  او دفرهنګي کمیسون مشران باید دخپلو ځانو دمصلحت اوحفاظت په  خاطر ټول تحریک نوی مشکلاتو ته ورټیل نه وهی او دپردیو په اشاره نور اعلانونه او بیانونه ورنکړی.

بله دا چی پاکستان هره ورځ په کونړ دتوغندويو بريدونه کوی خو طالبان پری چپه خوله دی، نو ایا د امریکایی بمباریو او پاکستان توغنديو بریدونو فرق شته؟ واضحه خبره ده چی دواړه د افغانستان په حریم باندی وحشیانه یرغلونه دی، هیڅ فرق نلری، نو که اختارونه ورکول کیږی هم باید دواړو ته ورکړل شي او که غندل کیږی هم د دواړو وغندل شي.

 که طالبان له پاکستان نه خپل استقلال ثابتول غواړی، او اخطار هم نشی ورکولی، نو حد اقل دغه بريدونه خو باید وغندی، او که همدی سکوت ته دوام ورکړی نو دا ئی عدم استقالیت په ډاګه کوی.

بل دحقیقت څخه لیری خبره چی ددوی ویندویان ئی کوی داده چی وائی مشرتابه ئی دافغانستان په دننه کی دی ، اوداځکه چی شوراګانی اوتصمیم نیول ئی په کویټه او پيښور کی کیږی ، اودسیاسی دفتر غړی پنډئ ته احضار کیږی اوداسی نور.

په اخیر کی وایم چی درواغ او دبل په ژبه غوشتنه خبری کول دطالب ویندویانو سره مناسب ندی ، هجرت په هرچا فرض دی او دیار هجرت خپل شرايط لري ، نو چی څوک جنګ کوی مجبور دی یو ځای ته پناه یوسي، خو خپل واک او اختیار بل ته ورکول ، دبل دګټی لپاره خپل ملګری ، خلک اوهیواد قربانی کول ندی پکار.

او د سرشندونکو داخلاص څخه باید سوء استفاده ونکړی او دهغوی اخلاص اوقربانی د بل چا دمصالحو قربانی نشی.