راليږونکی : شاکرخان شاکر


طائرځلاند:


ګل دګلاب هم ستا له حسنه ځنې پور اخلي
شونډې دې مه پرانيزه شونډې ترېنه اوراخلي
زه اوس جواز لرم چې و اخلم دخپل عشق ثمر
فصل چې پوخ شي نو دهقان ورپسې لوراخلي
ياد يې دخيال په شيش محل کې چې ساتل غواړمه
ښه ده شاعرزړه مې ترې کله کله شوراخلي
په درد اباد يمه داستا دمينې رنګ کلي کې
داستا له ياده مې دزړه پرهر ټکور اخلي
په انتظارانتظار دواړه پسې سپينې شولې


شکرالله طاهري :

لکه سپوږمی چې خپل رڼا دلمر نه پوُر اخلي
داسې مې زړه جانانه ستا په لیدو زُور اخلي
سرې شونډې ندي د آشنا راته ښکاري انګار
خوله چې پرې کیدمه نوټول بدن مې اُوراخلي
ستا د حسن غنم رنګ او بار راوړي دواړه
فصل چې پوخ شي خو لوُګرورپسې لوُراخلي
وايې مجنون په آخري سلګی همدا ویل چې :
عا شقان پس لدې به زما له جنون شوُراخلي
په یو نظردې څنګه ستړی سترګې واړولې
خلک چې سترګې جنګوي د سترګوتور اخلي
په سپینه مخ یې اننګې داسې شغلې کړي دعشق
چې زخمې زړونه ترې په یو نظرټکور اخلي
چې په خندا دې طاهري تیردی د سراومال نه
رقیب به څنګه ستا په زړه کې ورنه کوُراخلي