راغلله په ناز په څنګل ، پریوته
پرښه پاڼې خوا کې په ګل ، پریوته

ښکاري اراده د تللو نلري
ګوره بې اختیاره بیا تل ، پریوته

نور یې د لوستلو حاجت نشته دی
پاڼه د کتاب وه په بل ، پریوته

ساقي ورته ډک جام دمیو راوړ
څو یې په لاسو کې نیول ، پریوته

هسې مې توبه توبه تر غوږه شوه
تش یې ژبې لاندې ویل ، پریوته

سترګو کې بیا پوه شوه په تقصیر باندې
پټ پټ یې ( وارث ) ته کتل، پریوته

اوسلوـ ناروې