کــــــــــــــــــــــــــۀ د نظام د بدلېدو پسې ناره ونۀ شي

نو ، نور به زمونږه پۀ دې چم کې ګذاره ونۀ شي

دا څۀ قانون دی؟ څۀ نظام دی؟ او دا څۀ روان دي؟

چې پکې مزې کوي پردي د خپلو ښه ونۀ شي

دلته پردوه مونږه  ته بم راوړی ، غم راوړی

داسې سات نشته چې پکې دلته جنازه ونۀ شي

کۀ دلته نورې هم لس چنده مرستې راوړي دنيا

خو د غريب افغان به هېڅ پکې فايده ونۀ شي

داسې يې هم مشفقه نۀ منم چې ووځي فقط!

څو چې د کفر د ســــــــــــرکښو غرغره ونۀ شي

 څو نور شعرونه :

تراب صيب ته ډالۍ / وحيدالله وحدت وزير

ګرانه وطنه / الحاج الهام الدين قيام

د رڼا يو ښکلی شعر

غزل - عاقله هاشمي

څلوريزه / لطيف الله صادق