نن جانان باندې څۀ چل غوندې ښکاريږي

بيا يې ښکلی موډ بدل غوندې ښکاريږي

تا لۀ ورايه ، ورايه وينمه ای ښکلې!

پۀ سپين مخ دې تور اوربل غوندې ښکاريږي

د رامبېل ، چامبېل نه هم ډېره ښايسته يې!

اننګي دې ګلاب ګل غوندې ښکاريږي

څوک ناڅاپه راته غوږ کې داسې وايي :

ستا اشنا د زړونو غل غوندې ښکاريږي

دا قسمت راسره هيڅکله مل نۀ ؤ

نن قسمت راسره مل غوندې ښکاريږي

راته غورې تل د پوهې، استعداد کړي

خو ملګری مې تمبل غوندې ښکاريږي

نن يې بيا پۀ تورو سترګو کې رانجۀ دي

د وحدت وزير اجل غوندې ښکاريږي

other_peoms

تراب صيب ته ډالۍ / وحيدالله وحدت وزير

د رڼا يو ښکلی شعر

غوره غزل / رحمت الله درد

غزل - عاقله هاشمي

څلوريزه / لطيف الله صادق