چې يې زړونه خوښوي ، هغه تراب دی
شعر يې زړونه لړزوي ، هغه تراب دی
سر او مال زمونږه واړه ترې لوګی شه
چې مـو زړۀ ابادوي ، هــغه تراب دی
پۀ وحدت وزير لۀ ځانه هم ډېر ګران دی
د افغان سر جګوي ، هــغه تراب دی
10.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
د انسان ښۀ او بد چلند د هغۀ لۀ اخلاقو سرچينه اخلي ، پۀ دې اساس ويلی شو چې د انسان ښۀ او بد سلوک د هغۀ پۀ زړۀ کې د باطني صفاتو او معانيو څرګندونه کوي ، همدا وجه ده چې امام غزالي د اخلاقو د ارزښت پۀ اړه ويلي دي (د انسان پۀ زړۀ کې چې هر راز حالت يا صفت ظهور وکړي د هغې اغېزې ضرور د هغۀ پۀ ظاهري اعمالو باندې برسېره کيږي تر دې چې د انسان ظاهري اعضاء هيڅ حرکت د هغۀ د باطن يا زړۀ د موافقت څخه پرته صورت نۀ مومي .)...
12.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
څو به ګلونه قتلوئ ، څو به ترې ساه وباسئ
د مينې خيال به لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ
تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي
زما د تن وينې نچوړ کړئ ، ما نه ساه وباسئ
فرق همدغه دی ، چې دواړه بس د يو کلي يو...