په تا اوري ، داورونو شيګره ده

په لمن دې ،دسره اورلمبه خوره ده

خپل دې بولي خوپردي دي،سوزوي دې

ګران وطنه! درته  چا کړی،ښېره ده

ستاله هرې کوڅې شنې لوخړې خيږي

شتۀ دې وسول ،پاتې  شوی دې ايره ده 

په تاګران بچيان دې،غېږه کې دروژني

جلادانو په  دوی، ګډه غر غره ده 

دبچو په ويرکې ناست،په اور کې سوزې

ګران وطنه ! ستا لمن په وينو سره ده 

ستاکوڅوکې،ښکته پورته جنازې دي

اوس دکليو جواس نه شته ،هديره ده 

ګران وطنه ! دښمنانو وران ويجاړ کړې

لائې طبعه درته ښه نه ده، سپيره ده 

دبچو په ځای دې بل څوک ،تصميم نيسي

ددښمن اورقيب، دواړو مشوره ده 

دښمنانو پريکړه کړی ،ويشوي دې

اوس دغټ شيطان همدغه دستوره ده 

دافغان دښمنان بيا،په جرګو سردي

خرڅوي دې،که دلاسه ئې پوره ده 

که افغان ئې ږغ دې پورته کړه قيامه

که در پاتې دغيرت ،کومه ذره ده

 

الحاج الهام الدين قيام -  والدروف/جرمني

other_peoms

د رڼا يو ښکلی شعر

غوره غزل / رحمت الله درد

غزل - عاقله هاشمي

څلوريزه / لطيف الله صادق