په هـېـره به هــــم نکــــړم کله هـــــــېر، زړۀ ته راتېر
ګلاب ، ګلاب جــانان دی دومره ډېر زړۀ ته راتېر
په زړۀ کې مې دي ياره د مــــاشـــوم ارمان سلګۍ
د يـــاد غــشــي دې ګرانه، تېر و بېر، زړۀ ته راتېر
زمــــا خـــوښۍ دې ټولې شي هغه ته ســـــــــپېلني
خو هيڅ دې اندېښنو کې نه شي ګېر زړۀ ته راتېر
د پښـــو پلونه يې شـــماري (عاقله) په لـېوالتيا
چې شي په دغــــه لاره کلـــــه تــــېر زړۀ ته راتــــېر