ګرانوهيوادوالو!

دنيکمرغه لوی اختر ورځې ددرارسيدوپه درشل کې دي اوزه مخکې له مخکې تاسوته په دې مناسبت دمبارکۍ مراتب وړاندې کوم ٠

خداې دې هغه وخت راولي چې اختر واقعا دخوښيواوخوشاليوشيبې دځان سره راوړي .

 

دلته که راځې اختره

 

داسې ګړۍ نشته چې په مونږ باندې،بمبارنه شته

دلته که راځې اختره! راشه که دې ډار نه شته

 

مرګ به قبلوې اختره ! دلته که رتلل غواړې

ستا خپله مرزي ده،که راځې زمونږ انکارنه شته

 څوک به دې له ځان سره اختره،يرغمل بوزي

دلته غله حکومت کوي،دبل چا کوم اختيار نه شته

 

نيت  که دراتلولرې ! اختره تنهامه راځه

لاروکې جنګونه دي، له جنګه خالي لارنه شته

 

راشه دمشرانوکره،دوې ته لږعزت راوړه

اوس پکې درنښت نشته،عزت نشته،وقارنه شته

 

واړه لکه غله په چورلګيادي،دازمونږمشران

هريوئې دځان غم خوري،دخلکوخدمتګارنه شته

 

دوی په ولسونودپردوپه زور،حکومت کوي

خپله په ولس کې ددوی،هيڅ ډول همکارنه شته

 

دوی دولس منځکې ،دشيطان په څېررټلي دي

نه مني ددوی ولس،په دوی دچااعتبارنه شته

 

مونږته که راځې اختره ! سوله په سوغات راوړه

 واوره د قيام اختره ! بل څه موپه کار نه شته

 

 

الحاج الهام الدين قيام  -  والدورف/جرمني