څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې که هـر څه ئې ته ملهم زمـا د زړه یې
هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې هره شپه کې مې د لارې څراغ ته یې
که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې
تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې د سـرو زرو غاړکۍ یې تل تــازه یې
زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی ها اول چې معشوقه مې وې هـغه یې
پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی ته زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې
د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه خو زما د عشق معبود ته مې کعبه یې
کابل- افغانستان
30.01.2018