طنز
محمود نظری
۲۰۱۸-۱-۲۷

ډیموکراسي که ډرکراسي؟!

چي حق وایې، وايي دا سړی خورا تفرقه کوي
چې رښتیا وایې، وایي دا سړی خره ټوقه کوي
دسیاست درواغه خبره د هر چا ښه خوښیږي
چې حقیقت وایې، وایي داسړی خبره بدذایقه کوي
***
زموږ په وطن کې ډیموکراسي نه ،سمه ډرکراسي ده
غیږ نیول نسته روانه دلته دآخ او ډب د کج کشتي ده
هو زموږ هغې ډیموکراسي نه ، په خدای ډرکراسي ده
هره لوړه څوکۍ د یو ډرن پمن لپاره ازلي او میراثي ده
***
والي او قومندان مو دلته دارګ باچاهي نه مني
ټوله ډرکراسي مني خو یو ډیموکراسي نه مني
دتذکرې شین راکت په خټو کې بند دی، ځکه
څو پردي دلته زموږملي کلمات افغاني نه مني

یو مريی وايي زه ددې وطن ملي تذکره نه منم
بل مریی يي افغان او بل يې زموږ مسلماني نه مني
دا سې نظام دی چې ورته یې په دنیا کي نه سته
نه دلته دولت نه يي پارلمان یو هم خړوالي نه مني

یو وایې د فلاني لپاره وطن د خلکو په وینو رنګوم
بل یو هیڅ دوطن اساسي قانون ته تسلیمي نه مني
غل وایي خود غلا کوم دا زما د مورجاني حق دی
زه دایف( ۵۲)پر وزر راغلی یم تر ځان بل ټوکي نه مني

دا سي غوبل سوی وطن بل په دې دنیا کې نسته
پکان په پارلمان کې ناست خپله د قانون څوڼي نه مني
موږ داسې ډیموکراسي غواړو لکه د ټولې دنیا
هغه دي بندي سي چې قانون د اساسي نه مني

ډرکراسي د خرو او ډیموکراسي د سړو لپاره وي
د خرو لپاره کتابي قانوني سوټی کراسي نه مني
سړو ته د ګاندي د عدم تشدد پالیسي کامیابه وه
خره دباچا خان د عدم تشدد پالیسي نه مني

سپو ته دغاړې پټې په کار دي په سپو کراسي کي
که نه هر یو لاروی ډاري او خپله غاښ ماتي نه مني
د دنیا سپي لا پوه دي ړاندو ته لاره ښيي او بم پلټي
دلته شپه او ورځ غاپي کله هم کلي کې ارامي نه مني

په وطن کي هسپانیوي لوبه د سره ټوکر اوغويي ده
د غویي باز سور ټوکر ګواښ دا زاړه غويي نه مني
چې سور ټوکړ وویني ښکر ورته نیغ ورپسې منډه کړي
ځان يي مړ کړه خو دخپل منډو اودس ماتي نه مني

غويي ګڼي ګوندې ښکر یې په دایره د غويي باز برابر سي
هر څه مني خو دخپلي دایرې ککړتیا ، غر غر اوچټلي نه مني
د میږي چې مرګ راسي سهار چې کښیني وزرونه یې کړي وي
دسپی چې مرګ راسي فرمان دخپل بادار دسګ جنګي نه مني

تر ډیره لوچکي نه چلیږي بس ده دا سپو کراسي نوره دلته
نوی نسل دوست دښمن ښه پیژني نور هرډانګه يي نه مني
عطا د خپل غلا او چور کړو جایدادونو د خوندي ساتلو لپاره
دهیڅ چا نه منی ان مړینه او ناروغي اسماني او خدايي نه مني

دا خره په زر زر نه پوهیږي باید ورته وویل سي پوره زرالو
هغوی کاڼه دی ړانده دی د ځان پرته د دولت کامیابي نه مني
خوشحاله یم شکر چې دلته په کوڅه ډبو سپو سپي مرګو راغلې
بیله د سپوکراسي هغوی هیڅ ډول بله کراسي مراسي نه مني