غوره هیله

په دي ورځو کې ‌‌‌‌‌‌ډيرئ هغه افغانان چې د ګوندي سیاست سره سروکار لري ، د یوي غوره هیلي په توګه ، د ‌‌‌‌‌‌ډموکراتیکو او وطنپالونکو ګوندونو تر منځ د یووالي اړوند تودي او ژوري څرګندونې کوي . هغوي له خپلو تجربو ، په سیاسي مبارزه کې د یووالي د خوشالونکو بریا‌ؤ او زړه ماتونکو ناکامیو په هکله په زړه پوري او کمیابه مالومات وړاندي کوي . له دي جملي یو شمیر د ګوندونو تر منځ د یووالي د ماتیدو لوي لامل ، له اصولو او معیارونو څخه د یو ځاي شوي خوا‌ؤ ، سر غړول بولي . هغوي وایي د سیاسي هېواد پالو ګوندونو تر منځ پایښت نه لرونکو وحدتونو ، د افغانستان وطنې غورځنګ ودي او اعتبار ته ستر زیان رسولی دی . هغوي زیاتوي چې په هېواد کې د جنګسالارانو د اوسنې غوبل او د افغانستان د هر اړخیزي ودي او پرمختګ په وړاندي د نړیوالي ټولني د بي پروایئ لوي لامل ، د هېوانې غورځنګ کمزورتیا او مړژواندي حالت دی . دغه مرګونې شیبې په وطنوالو ژوند تنور کړی او نړیوالو استخباراتې لوبو ته یي د افغان په خاوره په لوي لاس د سیالی ‌‌‌‌‌‌ډګر جوړ کړی دی . زیات لیکونکې او نظر ورکوونکي ، د هېواد ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو او وطنپالونکو ګوندونو ته مشوره ورکوي چې په خپلو کې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌‌ډمنو وحدتونو د کولو په لور مخه کړي . دوي له یاد شوي ګوندونو غواړي چې د معاصري ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی په شرایطو کې په داسې ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ټاکنو تکیه وکړي ، چې اساس یي له لاندي څخه پورته ته د ټولو ګوندي ارګانونو او د مشرتابه د غړو انتخاب وي . ‌‌‌‌‌‌ډيرئ مشوره ورکوونکې په دي عقیده دي ، چې د یو شمیر ګوندونو بدنې هغو ناوړه تیریدنو او مصلحتونو کمزوري کړي دي چې د ګوندي ژوندانه او ‌‌‌‌‌‌ډموکراسی سره هیڅ اړخ نه لګوي . هغوي همدارنګه دي ټکې ته ګوته نیسي چې د ګوندي ټاکنو له صندوق څخه ویره او په ‌‌‌‌‌‌ډيرو زړو میتودونو د ‌‌‌‌‌‌ډموکراټيکو ګوندونو فعالیتونو ته لوری ورکول ، له یوي خوا ګوندونه کمزوري کوي او له بلي خوا د وحدت او یووالي په بهیر کې د شاملو ګوندونو تر منځ باور ته نه جبیره کیدونکی زیان رسوي . هغوي یو بل ټکې ته زموږ پاملرنه را اړوي چې ، د رسنیو او مالوماتې تکنالوژی د انکشاف په اوسنې عصر کې به ګوندونو ته دا ګرانه وي چې هغه څه د ګوندي غړو د پاملرنې له دایري بل خوا ته کړي چې د ګوندي یو شمیر کړیو په تاوان وي . په پایله کې هغوي په دي باور دی چې :
د هېوادنیو ګوندونو له خوا په ګوندي ژوندانه کې پورتنیو او ورته نورو ټکو ته هر اړخیزه پاملرنه غوره هیله ده .