تیره اوونۍ د استرالیا سرحدي ځواک په سمندرونو کې د کشتیو په سمه توګه د تلاشي کولو یو څو ورځنې کورس د اوقیانوس سمندر د یو ډله هیوادونو د ګمرکاتو او مهاجرت یو شمیر افسرانو ته وړاندې کړ چې موخه یې د سمندري امنیت ټینګښت وو.

د استرالیا د سرحدي ځواک د بیانیې په حواله د دغه کورس روزنه پدې متمرکزه وه ترڅو ګډون کوونکو افسرانو ته لارښوونه وشي چې په سمندرونو کې کشتۍ د مخدره توکو، وسلو او همداراز نورو ناقانونو وسایلو لپاره څنګه وپلټي، او د دغه ډول ناقانونه توکو د موندلو لپاره له کومو موثرو طریقو څخه استفاده وکړي.

یاد کورس د استرالیا د کډوالو او سرحدونو ادارې د نړیوالو سرحدونو د ساتنې کمیسون لخوا تمویل شوي وه.

په تیرو دوو کلونو کې د استرالیا سرحدي ځواک د نشه یې توکو قاچاق کوونکو د ځینو کشتیو په مخنیوي کې یو شمیر بریالۍ لاسته راوړنې درلودې، چې پدې کې د استرالیا د تاریخ ترټولو ستره نیونه چې ۱.۴ ټنه کوکین وه، هم شامل دي چې د روان کال په جنوري میاشت کې د سیاحت کوونکو په یوه کشتۍ کې نیول شوي وو.