د نایرو په ټاپو کې ځینو سرچینو تاییده کړې چې د استرالیا له دغه توقیف مرکز څخه لږترلږه ۷۰ تنه کډوال په امریکا کې د بیا میشتیدنې لپاره منل شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د بیا میشتیدنې د ملاتړ مرکز کارکوونکي، چې اوس مهال د نایرو په ټاپو کې په کار بوخت دي، ویلي چې شاوخوا ۷۰ کډوال چې د پاکستان او افغانستان مجرد نارینه او همدارنګه یو شمیر ښځې هم په کې شاملې دي، کولی شي په امریکا کې میشت شي.

د راتلونکو څو ورځو لپاره ډیری ناستې ټاکل شوي او داسې تمه کیږي چې د بیا میشتیدنې د وړاندیزونو په دغه نوې لړۍ کې به له نایرو توقیف مرکز څخه ټولټال ۹۰ کډوال ومنل شي.

که چيرې یاد کډوال هم امریکا ته په بریالیتوب سره انتقال شي، نو د استرالیا او امریکا د کډوالو د جنجالي تړون له مخې د استرالیا د دواړو توقیف مرکزونو د منل شوو کډوالو شمیره به ۱۴۰ تنو ته ورسیږي.

همداراز په نایرو کې لږترلږه درې کورنیو او نهه مجردو کډوالو ته ویل شوي چې د دوی د بیامیشتیدنې غوښتنه د متحده ایالاتو لخوا رد شوي ده.

که څه هم دوی ته درې میاشتې وخت ورکړل شوې ترڅو د استیناف غوښتنه وکړي خو دا روښانه نه ده چې د دوی دغه غوښتنه به قبوله شي او که برخلیک به یې همداسې نامعلوم پاتې شي.