د سريلانکا پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل، ۲۲ کسان یې نیولي دي چې هڅه یې کوله د یوې کشتۍ په مرسته په ناقانونه توګه استرالیا ته مهاجرت وکړي.

د پولیسو ویاند (روان ګناسیکارا) وایي، شکمن کسان د یکشنبې په ورځ د پلازمېنې کولمبو شمال ته ۱۲۰ کیلو متره لیرې د (پوتالام) په ښارګوټي کې نیول شوي دي.

سريلانکا او آسترالیا د انساني قاچاق په وړاندې مبارزه کې سره کلک ملګري دي. د همدغه همکارۍ نتیجه ده چې د ۲۰۱۳م میلادي کال راهیسې تراوسه هیڅ کوم سريلانکايي پناه غوښتونکي استرالیا ته په ناقانونه توګه نه دی رسیدلی.

که څه هم د استرالیا د مانوس او نایرو د کډوالو په کمپونو کې تر ټولو ډیر سریلانکایان دي، خو سریلانکا وایي چې یاد کسان د ۲۰۱۳م میلادي کال څخه وړاندې استرالیا ته تللي وو.

د آسټرالیا لمړي وزیر مالکم ټرنبل په روانه میاشت کې سریلانکا ته د سفر په ترڅ کې د انساني قاچاق په وړاندې مبارزه کې د سریلانکا د قوي همکارۍ ستاینه وکړه او همدارنګه اعلان یې وکړ چې استرالیا به ډیر ژر درې چټکې کشتۍ د سريلانکا ساحل ساتونکو ته ورکړي، ترڅو په دغه برخه کې نور هم غښتلي شي.