د مالیزیا پولیس وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ فیلیپینۍ ښځېنه توقیف کړي دي چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول سباح ته ځان ورسوي خو د کښتۍ چلوونکی په تیښته بریالی شوی دی.

د مالیزیا د بحري ځواکونو کمیشنر «عزیز» رسنیو ته په خپله وینا کې ویلي دي چې یادو ښځینه وو له ډلې نه درې تنو یې هیڅ ډول پیژند اسنادونه نه لرل او درې نورو یې له ځانونو سره فیلیپیني پاسپورټونه لرل.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو ښځو نه د څیړونو په نتیجه کې څرګنده شوه چې دوې د بسلین نه په کښتۍ کې حرکت کړی وو او غوښتل یې چې د یوې تیز رفتاره کښتۍ په مرسته د پولې نه دیخوا راواوړي چې په نتیجه کې بحري پولیسو لخوا توقیف او ونیول شول یادو ښځو همداراز ویلي دي چې دوې ته د قاچاقبرو لخوا په مالیزیا کې د غوره او هوسا دندې وعده ورکړل شوې وه.