افغانان په دې باور دي چې افغانان به دسولې په برخه کې هم دپاکستان له اسارته خلاص شي لکه په اقتصادي دګر کې چې د چابهار په پرانیستې د پاکستان له اسارته خلاص شو.
پاکستان اوس په دې اند دی چې ، افغانستان اوس ددغه هېواد له اقتصادي زندانه ازاد شوی دی اوس هغه خبره سمه نه ده چې که پاکستان ترحم ونه کړي له نړۍ بازارونو څخه ګټّه نه شو اخیستی .
نیمروز دامهال د افغانستان ګوټ ګوټ ته د لاریو د ورتګ کوربه دی، چې په کور دننه د لویوګاډو د تګ راتګ بازارته یې نوی لوری ورکړی اود افغانستان یو وروسته پاتې او له نظره لېرې پروت ولایت نیمروز په یوه سوداګریزه بندري سیمه بدلیدونکی دی، چې ژر به دعوایدو او کاروبار له اړخه د کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ په څیر نوم او نښان تر لاسه کړي
په زرګونه په توکو بار کانټینرونه به دپاکستان په خاوره کې ولاړ وو او پاکستان به اجازه نه ورکوله چې افغانستان ته دننه شي ګڼ داسې توکي به هم وو چې خرابېدل به او دوخت په تېریدو سره به له منځه لاړل .
په کندهار کې یوه سوداګر راته کیسه کوله ویل یې چې زموږ داسې توکي هم وو چې خراب شول څادر مو ترې وڅنډلو او د موټر کرایه مو ورکړه او بیرته ترې راغلو .
افغان حکومت په لسګونه ځل له پاکستان سره خبرې وکړې چې سوداګري برخه کې دې ددوۍ دسوداګرو ستونزې په نظر کې ونیسي خو دوۍ دغه ستونزو ته هیڅ پام ونه کړو.
د سوداګرۍ خونې او بهرنیو چا رو وزارتونو هڅو به نتیجه نه ورکوله .هر کال به د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو له تم شويو مالونو نه په ناقانونه ډول لس ګونه ميليون ډالره جريمه اخيستله.
د ''اپټا'' سوداګريز تړون ، چې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې افغان حکومت له پاکستان سره لاسلیک کړی، پرمټ یې د افغان سوداګرو موټر کولای شي، تر کراچۍ ازاد تګ راتګ وکړي چې پاکستان په دغه برخه کې افغانانو موټرو ته اجازه نه ورکوي .
هر کال به د افغانستان تازه مېوې په داخل کې په کمه بيه خرڅې يا به له منځه ولاړې او بزګر به له ستر زيان سره مخ شول .
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ پخوانى تړون شاوخوا ٤٥ کاله مخکې لاسليک شوى و، خو ياد تړون د هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو کچې ته په پام سره له اوسنيو شرايطو سره برابر نه و.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز او ترانزيټي اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه په ١٣٨٩ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوى ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) لاسليک شو، چې په تېرو کلونو کې د ترلاسه شوو شمېرو له مخې، د هېواد د تازه مېوې صادرات٨٠ سلنه پاکستان او د پاکستان له لارې هندوستان کېدل چې دغه عوایید پاکستان په خپله لاس له لاسه ورکولو سره مخ شول.
پاکستان نه یواځې په افغانستان کې بلکه هغه افغانان چې پاکستان کې یې پانګونه کړې وه له ستونزو سره مخ کړي وو او په بیلابیلو ډولو سره یې ورته ستونزې جوړې کړې وې چې
له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو د بهیر په چټکېدا سره، د هغو سوداګرو په کاروبار کې کمی راغلی، چې د ملکیتونو پېر او پلور کې یې پانګونه کړې ده.
"افغان کډوالو چې کله ناڅاپه په دومره لوی شمېر کې خپل هېودا ته ستنېدل پيل کړل، نو پایله یې دا شوه چې د ملکيتونو په کاروبار یې منفي اغېز وکړ؛ ځکه چې افغان کډوالو خپل کورونه هم لرل او په کرايي کورونو کې هم اوسېدل، اوس چې کډوال ناڅاپه په وتلو شول، نو د ملکيتونو کاروبار ورسره له ۲۰ نه تر ۲۵ سلنې متاثره شوی. له یوې خوا کډوالو په وتلو دي، بل خوا حکومت پر ملکیتونو مالیه لوړه کړې ده، دغه دواړې ستونزې يوځای شوې او د ملکيتونو د سوداګرو تاوان یې هم يو په دوه زيات کړی".
وړاندې پېښور کې چې د يوه کور کرايه ۴۰ يا ۴۵ زره روپۍ وه اوس هغه کور په ۳۰ يا ۳۵ زره روپۍ په کرايه کېږي
له دې امله چې سوداګر له زيان سره مخ نه شي، نو هغوى د مېوې د صادراتو لپاره زړه ښه نه کړ، له همدې امله د هېواد شاوخوا ٥٥ سلنه توليد شوې تازه مېوې يا له منځه تللې او يا هم په ډېره ټيټه بيه پلورل شوې دي.
که پاکستان دغه کړنو ته افغان حکومت کال په دسمون په تمه انتظار کړی وای نو هر کال زرګونه ټنه میوه له خاورو سره خاورې کېدلی افغان حکومت اړ شو چې په بدیلې لارې کار وکړي او د حل لپآره یې قاطع او دقیق ګامونه واخلي
چې تېر کال يې د تازه مېوې کانټينرونه په تورخم بندر کې ٢٤ ورځې ودرول شول، وروسته له هغه په پېښور کې هم له يوه موټر څخه بل ته د لېږد پر مهال خرابې شوې، چې په دې برخه کې دوى ته غټ زيان واوښت، اوس د پاکستان ځای په عامو بازارونو کې هندی او ترکي مالونونیولی او د اروپا تولید هم په اسانۍ سره د هېواد په هټیوکې موندل کیږي .
پر ډیورنډ پراته د تورخم او سپین بولدک پرتله، اوس د نیمروز، شیرخان بندر، حیرتانو، تورغونډۍ، اقینې او اسلام کلا بندرونه ډیر بوخت دي.
د پنجاب تحلیلګر اوس په دې اند دي چې په وچه کې راګیر افغانستان نور د اسیا په څلور لارې بدل شوی دی .
کابل ته اوس له اسیا، اروپا، منځني ختیځ، ختیځې اسیا او ان امریکا څخه سوداګریزو توکو نوې لارې موندلي .
د افغانستان صادراتو ته هم پراخ نړیوال مارکیټونه په لاس ورغلي چې د منځنۍ اسیا پر بازارونو سربېره، ترمسکو او اروپايي مارکیټونو، د منځني ختیځ دشمتنو شیخانو تر دسترخوانونو او د هندوستان د بېوزلو ترکورونو د افغانستان تازه او وچې میوې ورسیدې.
هند وايي د چابهار بندر له لارې به د کابل اوډیلي راکړه ورکړه ژر میلیاردونو ډالرو ته ورسیږي او هندیان غواړي له زرنج څخه د افغانستان ترمرکزي سیمو او ان شماله د اورګاډي داسې پټلۍ او کرښه جوړه کړي، چې پر کابل او مزار سربیره یې مالونه منځنۍ اسیا ته ورسیږي.

افغان حکومت په دې باور دی چې له چابهار بندره ګټه اخیستنه نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي او منځنۍ اسیا له ترانزیټ سره هم مرسته کوي له چابهار بندر نه ګټه اخیستنه چې د افغانستان او ایران او افغانستان او هند ترمنځ مطرح شوه او په درې اړخیز ډول پرې موافقه وشوه، فعالېدل‌يې یو لوی مثبت ګام دی چې د ترانزیټ د پیاوړتیا په برخه کې نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم ګټور دی."
تهران، کابل او نوې ډهلي تېر کال د چابهار بندر پرانیست او هندوستان ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو سره به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ځمکې له لارې افغانستان ته د هندي او هند ته د افغاني صادراتو مخه د ستونزو په جوړولو سره ډب کړې او افغانستان هم ګواښ کړی چې که پاکستان له خپل دغه دریځه په شا نه‌شي، منځنۍ اسیا ته به د هغه هېواد د مالونو په لېږد بندیز ولګوي.
که څه هم یو شمېر افغان سوداګر وېره لري چې د ایران او افغانستان د اوبو پر سر لانجې ته په کتو فکر کېږي چې په اوږمهالي کې شاید ایران هم په چابهار بندر کې ستونزې جوړې کړي ،خو په دې بندر کې د ایران پراخې اقتصادي ګټې نغښتې دي او فکر نه‌کوي چې دا هېواد به په راتلونکي کې د افغان ترانزیټ مخه ډب کړي.