د مالیزیا د کډوالۍ ادارې په روان کال کې د فبروري په 15 نیټه د بهرنیو کارکونکو لپاره د خپل لنډمهاله E-Card پروګرام لاندې ټول 164،804 غیرقانوني کډوال ثبت کړي دي.

د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر « ډاکټر احمد زاهد حمیدی» په وینا، په یادو ثبت شوو کډوالو کارګرانو کې 59٪ یا 97191 د بنګلادیش څخه، 22.9٪ یا 377۴۳ د اندونیزیا نه، او 10.9٪ یا 17،906 تنه یې د میانمار څخه دي او زیاته یې کړه چې د E-Card سیستم د تاسیس نه موخه د بهرنیو کارمندانو لپاره د تقاضا کمښت ته ځواب ویل وو.

د E-Card لپاره د غوښتنلیک پروسه د فبروري 15 څخه پیل شوی وه چې د 2017 کال د جون میاشتې تر۳۰ مې پورې دوام درلود او د اعتبار موده یې د ۲۰۱۸ کال د فبروري تر ۱۵ مي ده.

د E-Card پروګرام یوازې د 15 هیوادونو مهاجرینو لپاره د ګتې اخیستنې وړ دی لکه بنګلادیش، فیلیپین، هند، اندونیزیا، قزاقستان، کمبوډیا، لاوس، میانمار، نیپال، پاکستان، سريلانکا، تايلنډ، ترکمانستان، ازبکستان او ویتنام.

په ورته وخت کې «احمد زاهد» وویل چې د مهاجرت ریاست د ریکارډونو پراساس، 534،040 غوښتنلیکونه د ۲۰۱۶ کال فبورورۍ د ۱۵ او ۲۰۱۷ کال د سپټمبر د ۳۰ مې ترمنځ د بهرنیوغیر قانوني کارمندانو د بیا ګمارنې پروګرام لپاره تر لاسه کړي دي.