د پاپونیوګیني سترې محکمې هغه غوښتنلیک چې د مانوس ټاپو توقیف مرکز د تړل کیدو د مخنیوي لپاره محکمې ته وړاندې شوی وو رد کړو او د یاد توقیف مرکز د تړل کیدلو حکم یې صادر کړ.

د استرالیا د کډوالۍ ریاست ددې پخلی کړی دی چې په محکمه کې یې یاده قضیه کټلې ده خو کډوال د یاد مرکز پریښودلو ته راضي نه دي او لامل یې د مرکز نه باندې امنیتي انديښنې ښودلي دي.

د استرالیا حکومت هڅه کوي تر څو کډوال او پناه غوښتونکي هغه بدیل استوګنځایونو ته د انتقال لپاره وهڅوي چې د مانوس په ټاپو کې جوړ کړل شوي دي.

په یاد توقیف مرکز کې یو ایراني خبریال «بهروز یوچاني» رسنیو ته وویل، د محکمې په دې پرېکړه کې د کډوالو لپاره هیڅ ډول عدالت نشته، او بنسټیزو او حیاتي شیانو نه د کډوالو بې برخې کول په بشپړ ډول د انسانیت په وړاندې دي. د محکمې دا حکم ښیي چې موږ څنګه هیر شوي اشخاص یاستو او زموږ لپاره دلته هیڅ ډول عدالت نشته.