سوله یوه الهي ډالۍ او د بشر تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه او اړتیا ګڼل کېږي او افغان ولس هم له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا له دغه ستر نعمته محروم دی سره له دې چې دغه ملت تل دسولې راوستو لپاره له دعا هڅو ترڅنګ یې د ترلاسه کولو لپاره لویې او بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، نن وخت را رسېدلی څو ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او د تل پاتې سولې لپاره عملي ګامونه واخلي .
فردی امینت هغه حالت دی چې یو شخص له وېرې او ډار پرته د سر مال عزت خوندي وي کورنی امنیت چې کله یوه کورنۍ او د کورنۍ غړي له کوم امنیتي ستونزې سره مخ شي دحل لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او ټولنیز امنیت هغه امنیت دی چې یوملت له دې بیغمه وي چې ددوۍ پانګه یا د ټولنې یوه برخه او هغه خاوره چې دوۍ پکې ژوند کوي مصوونه وي او په هغه قلمرو کې چې دوئ ژوند کوي د پردیو له جاسوسانو او یا هغه خلکو چې په غیر قانوني ډول سره یې هېواد او هېواد والو ته ستونز جوړوي سرنګون کړي دغه ډول هېوادونو خلک هیچا ته ددې حق نه ورکوي چې په هېواد کې په عام ډول سره مخامخ او یا پټ ډول غیر قانوني مداخله او یا لاسوهنه وکړي که هر څوک یې وکړي له منځه یې وړي او دغه خلکو ته دملي امنیت دښمنان وايي .
د افغانستان ټول خلک له یو ډول امنیتي ډار څخه د ویستو لپاره د وروستیو لاسته راوړنو او سمونونو نه دخبرولو لپاره هر وګړی مکلفیت لري چې دخپلو خلکو سره مخامخ ملتیا وکړي او دغه ملتیا به یې هېواد او خلک له فکري تشویشه وساتي دامنیت ستونزه او دهغه حل لاره او د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یو واحد نظر ته اړتیا ده .
د امنیت د ټينګښت لپاره طرحې ته اړتیا لرو، نه د افرادو بدلون ته. په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیزو پروژو د پلي کېدو لپاره د سولې ټينګښت ته اړتیا ده د سولې د ټينګښت په برخه کې ولس باید مهم رول ولوبوي او په دې اړوند باید په اصولو برابر او په ډېر احتیاط سره ګام اوچت شي.
که چېري موږ پرمختللي هيوادونو ته وگورو، نو دا مالومېږي چي خلک دي چي د خپل ژوند په ارامه تېرولو په موخه له دولتونو سره مرسته کوي، چې ثبات ولري او د ثبات درلودلو په ترڅ کي دوی ارامه ژوند وکړي او خپلي ورځنۍ چاري په سمه توگه پرمخ بوځي، ځکه د ثبات د له منځ وړلو لپاره چي کوم گروپونه کار کوي، هغه گروپونه د همدې خلکو له منځ پيداکېږې او د همدې خلکو په کليو او بانډو کي د ځای د لرلو څخه په گټه اخيستلو سره کولای شي چي د ثبات په وړاندي خنډ جوړ کړي او په داسي اعمالو لاس پوري کړي، تر څو عامه نظم تخريب کړي. که موږ وگورو په هيڅ يو هيواد کي دولت نه شي کولاى عامه نظم په يوازی سر باندي ټينگ کړي، ځکه هغه ظرفيت هيڅ يو هيواد نه شي پيداکولاى، تر څو د عامه نظم د ساتلو لپاره د هر وگړي لپاره يو عسکر په دنده وگماري، نو همدې ټکي ته په کتلو سره دولتونو، ملتونو ته د ژوند د ښه اسانتياوو په برابرولو سره کوښښ کړی، چې د ولس باور ترلاسه او د هر وگړي څخه د يو د هيواد د ثبات د يو ساتونکي په توگه کار واخلي ، نو هغه لگښتونه چي موږ يې په اردو او عسکرو کوو، نو کولاى شو د هغه لگښت ولس ته د چوپړتياوو په کولو سره د ولس هر وگړى د ثبات ساتونکی شي.
په کومه سيمه کي چي خلک ژوند کوي، ابادي جوړوي، ښار او که وطن وي، په دې سيمه کي د دوو قوو جوړېدل اړين دي، چې نوموړي قوې يو له بل سره د همکارۍ په صورت کي خپلي ستونزي حل کړي.
سره له دې چې په سیمه کې د سترګو لیدلی او حس شوی بدلون نه دی رامنځته شوی خو پاکستان په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې هر اقدام چی ترسره کړې دې د امریکا په غږملتیا یې ترسره کړې دې او اوس د افغانستان لپاره د ټرمپ نوی سټراټیژۍ چی په جنګ ټینګار لری دغه ستراتیجۍ د امریکا له خلکو سره د ټرمپ د هغو ژمنو برخه ده چی د ولسمشرۍ د انتخاباتو د تبلیغاتو په وخت یې کړی وې او ویلی یې وو چی که بریالی شی نو د افغانستان جنګ به ختم کړی
د پاکستان لپاره د نوی بهرنی سیاست غوښتونکې دې ،چې پاکستان له دغه سیمه ایز وضعیت سره مقابله وکړې شی چی په ۱۶ کلونو کې دغه هیواد د سختې انزوا په لور روان دې .
د افغانستان په شمول د سیمې د هیوادونو مشکلات سیمه ایزه حل لاره لری او هیڅکله د پردیو او له سیمې وراخوا قدرتونو په وسیله نه حل کیږی د سیمې هیوادونه په تیره بیا ایران او پاکستان باید د سیمې د امنیت ، ثبات او ارامښت لپاره هڅه او ملګرتیا وکړی ایران د پاکستان په شمول د سیمې له هیوادونو سره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د سولې ، ثبات او امنیت له پراختیاسره ملګرتیا لپاره چمتوشي .
سترې ملي پروژې کولای شي د سولې په راوستو کې خورا رول ولري، نو ځکه افغان دولت هم بنسټیزو پروژو ته لومړیتوب ورکړی او د سولې راوستل یې په داسې ټولګټو پروژو پورې تړلی دی او که چېرې دا ډول سترې ملي پروژې پلې کېږي، ښکاره خبره ده چې په سیمه کې د امنیت په ټینګېدو او د سولې په راوستو کې به اساسي رول ولري. خلکو ته په کار ده چې د داسې ټولګټو پروژو پوره ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي چې د ځینو مغرضو کړیو او پردیو په لمسون راپورته شوو جنګي ډلو په خوله د داسې پروژو مخه ونیسي
د افغانستان د راتلونکي وړاندوینه تل ستونزمنه وه هغه هېواد د خپل د برخلیک د اړولو لپاره چمتو دی او دغه کار د سیمې او نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري. سیمه‎ متحدین هم دغې همکارۍ اهمیت درک کوي او پوهېږي چې په افغانستان کې سوله‎، ټیکاو او پرمختګ، د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي کابل او واشنګټن د دولتونو او همدارنګه د طالبانو په ډله کې د بدلونونو له رامنځته کېدو سره سره په افغانستان کې جګړه دوام لری .
د سیمه ایزې همپالنې معنویاتو بیلا بیل اړخونه د مشترک سوداګرۍ په اړه پالیسیو کې د قوانینو او مقرراتو تدوین، د سوداګرۍ، ګمرکي او ټرانزیټي خنډونو له منځه وړل، د سوداګریزو اسانتیاوو پراخول، د سوداګرو او پانګوالو لپاره مشترکه ویزه، د ازادې سوداګرۍ ساحه او د ګمرکي تعرفو په اړه سره موافقې ته رسیدل دي.
د سيمه ايزې زېربنا جوړول, د اوسپنې پټليو جوړول او تمديدول, د انرژۍ د لېږد د شبکو رامنځته کول او د هوايي, سمندري او ځمکني ټرانسپورټ د زېربنا رامنځته کول د سيمه ييزې همپالنې بنسټيز عناصر جوړوي.
هغه دولتونه چي د د يموکراسۍ او ولسواکۍ پر بنسټ رامنځته کېږي او په کي د خلکو پياوړې اراده او ټاکنه ډېر مهم رول ولري، نو د سولي او ثبات په ټينگښت کي د وگړو همکاري ډېره مهمه او له ارزښتونو ډکه کړنه ده،چي د ژوند له خوندي کېدو سره سم به د خپلو گټو د خوندي کېدو په فکر کي شي او هم به د امنيت او ثبات په گټه پوه شي چي د دې ټولو لاسته راوړنو تر څنگ به له دولت سره د سولي او ثبات په ټينگښت کي همکارشي وبه کولای شي په يوه باثباته ټولنه کي ژوند وکړي.
لومړی ملت په هره سيمه کي چي خلک اوسېږي او ژوند کوي د غو خلکو ته ملت ويل کېږي، نوموړی خلک به په دې سيمه کي خپل د ځان لپاره د ژوند تېرولو اسانتياوي برابروي، کوښښ به کوي چي د مختلفو اړخونو څخه دا کار ترسره کړي، چي عبارت دي: له زميندارۍ، دوکاندارۍ او داسي نور .. پردې ټولو سربېره ملت د خپلو ستونزو د حل لپاره يوې داسي قوې ته ضرورت لري چي د دوی ځيني داسي ستونزي حل کړي چي د دوی په مټ يې حل وفصل ناممکن وي، د مثال په ډول د ملت د مال ساتنه که څه هم د هر چا خپل مسؤليت دی چي خپل مال وساتي، خو د دې ساتني لپاره دیوې داسي قوي ضرورت شته چي هغه دهر چا مقاومت وکولای شي او د سيمي د ساتونکي په حيث خلکو ته وروپېژندل شي چي ولس د ځان، مال او ناموس ساتنه پر غاړه ولري، چي هغه دولت دی په نننۍ ټولنه کي دولت او ملت يو د بل سره لازم او ملزوم دي.
په لوی سر کي دولت او په خاصه توگه حکومت تر هغو بريالی دی، چې ورسره د خلکو مرسته او همکاري دوام ولري او هر کله چي دا همکاري خاتمه پيدا کوي، نو حکومت هم پر خپلو پښو د درېدلو توان له لاسه ورکوي. په افغانستان کي، چي لا هم له لسيزو وروسته حکومتونه په مختلفو فعاليتونو او کاري لومړيتوبونو کي پاته راغلي، عمده ستونزه او د پاته راتللو لامل يې د ولس لږه يا هيڅ همکاري ده.
د ولس همکاري له دې اړخه هم اړينه ده، چي ولس د هيواد په مختلفو نقاطو کي اوسېږي او له ډېرو هغو مسائلو احوال ترلاسه کوي، چي حکومت او په حکومت پوري د اړوندو اداراتو مامورين ورته لاسرسی نه لري. د ولسونو کار، فعاليت او له حکومت سره همکاري کولای شي په هيواد کي د امنيت او له فساد سره د مبارزې په برخو کي د حکومت تر هر ډول هڅو ډېر مؤثر ثابت شي، ځکه ولس دی چي د نا امنۍ، کمزوري حکومتدارۍ او اداري فساد څخه تر ټولو زيات رنج وړي. په افغانستان کي له موجودو ستونزو سره د مبارزې او حللارو پيدا کولو لپاره اساسي او ضروري شرط د ولس همکاري ده، څو حکومت ته د ټولو غيرقانوني، غيرمجازو او ملي منافعو ته ضرر رسوونکو کړنو په اړه نه يوازي خبر ورکړي، بلکي حکومت مجبور کړي چي د ستونزو د حل لپاره يې عملي او ممکنه فعاليتونه ترسره کړي، نو هيڅکله به هم په هيواد کي ناامني خپره نه شي. نو په همدې اساس ويلای سو چي د ولس همکاري د دولت سره ډېره زياته مهمه ده او هر وگړی د دې خاوري په دې اساسو شرايطو کي دا دروند مسؤليت پر غاړه لري چي د خپل دولت تر شا ودرېږي او ملاتړ يې وکړي .
افراد او دولت يو په بل باندي حقوق او وجايب لري چي يو د افرادو د وجايبو څخه هم دولت ته وفاداره پاتي کېدل دي. عام خلک د ثبات په شتون کي مستقيمه ونډه لري او د دغه همکارۍ د جلب لپاره دولت ته په کار ده چي ولس ته اطمنان د مساوات أو عدالت سره عملي کړي.
په داسې حال کې چې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو په دننه کې د فعالې څارنې، له فساد سره د مبارزې قوانینو، میکانیزمونو او ادارو رامنځته کېدلو توقع زیاته کړې او تمه ده چې اغیزناک به وي ملي دفاع وزارت په دې وروستیو کې د داخلي حساب ورکولو میکانیزمونه رامنځته کړي او باید نور هم پیاوړي شي. چې په ملي دفاع وزارت کې د داخلي حساب ورکولو دغو میکانیزمونو او ځانګړی مفتش ترمنځ اړیکې روښانه شي، په پالیسیو او ستراتیژیو پورې اړوند مهم معلومات، د څېړنو پایلې، کلنې رپوټونه او د ګومارنو او ترفېعاتو جزییات خپریږي چې رسنۍ او مدني ټولنه د دغو رپوټونو د اصلیت ارزولو لپاره ورته لاسرسی ولري.
د پولیسو، ملي امنیت او د ورته پوځي جوړښت لرونکو ادارو د ذاتي چارو قانون، په ملي دفاع وزارت کې د ترفېعاتو د معیاري کېدو په موخه، تعدیل شوی دی، بانکي حسابونو له لارې د معاشونو ورکړه د خیالي سرتیرو د ستونزې د حل په موخه بل ګام دی چې کولای شي حق حقدار ته وسپارل شي .
پر دې سربېره تکنالوژيکې حل لارې لکه د موبایلونو بانکوالۍ ترڅنګ، په ملي دفاع وزارت کې د وړتیا جوړونې هڅو او د داخلي مالي څېړنو او څېړنیز ځواک پیاوړتیا او د پېرول او حاضرۍ په دول یو شمېر نیمګړتیاوو رسېدنه ده، ترڅو د خیالي سرتېرو ستونزې او د وړتیا خلاف ترفېعاتو مخه ونیول شي.
د اداري فساد هغو مواردو ته رڼه او پیاوړې ځواب ورکونه، چې پکې د پولیسو او دفاعي ادارو جګپوړي پولیس افسران او دفاعي رهبران ښکېل وي. د دفاعي لوړ پوړو افسرانو او امنیتي چارواکو قضايي څار له حکومتي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ زیاتوي.
د افغانستان د امنیتي ځواکونو په دننه کې د روڼتیا فرهنګ، د پولیسو او سرتیرو په ښوونیز نصاب کې د روڼتیا د پیغامونو ځای پرځای کولو له لارې رامنځته کیږي .
موږ له خپلو ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلانوو