د وحدت او یووالي د ګټو او ښېګڼو د عملي تمثیل او ورښودلو په اړه خپلو زامنو ته د سپین ږیري باغوان پلار له پنده ډکه کیسه دومره مشهوره ده چې که ټولو نه وي اورېدلې، نو د ټولنې نیمه لوستو او نالوستو به حتماً اورېدلي وي او د موضوع ارزښت ته په پام سره چې دغه کیسه څومره ډېره مشهوره شي، نو همغومره به یې اغېز لا زیات وي.
وايي، کله چې عمر خوړلي بڼوال په خپلو زامنو یوه یوه لښته د ماتولو لپاره ووېشله، نو هر یوه په ډېره اسانۍ ماته کړه، خو وروسته یې چې د ګېډۍ لښتو د ماتولو ورته وویل، هر زوی یې خپل زور وازمویه، مګر یوه هم ګېډۍ لښتې ماتې نشوې کړای.
پلار یې یو ځل بیا ټول زامن ځانته متوجه کړل، ویل: ستاسو مثال هم د دې لښتو دی، که چېرې په خپلو کې سره بې اتفاقه او یو یو وئ، نو هر څه او هر څوک مو په اسانه ماتولی شي، خو که یو لاس واوسئ او خپل وحدت وساتئ، نو هیڅوک مو نشي ماتولی.
تاریخونو هم دا خبره را اخیستې کله چې انګرېزان پر افغانستان درې واړه ځله بریدونو کې مات شول، نو بالاخره دې نتېجې ته ورسېدل چې افغانان په جنګ کې نشي ماتېدلی، ځکه دوی خپل وحدت ساتلی او د دوی وحدت د همدوی تر ټولو لوی قوت دی، نو بیا یې د جنګ پرځای زموږ د وحدت د له منځه وړلو او پاشلو په اړه فکر وکړ.
په بېلابېلو چمونو یې له مختلفو لارو افغانان یو پر بل بدګومانه کړل او د همدغو بدګومانیو له امله کله چې افغانان په خپلو کې سره اخته شول، نو له همغې ورځې د دوی بدمرغي پیل شوه او دغه بدمرغي لا هم جریان لري.
مانا دا چې زموږ وحدت زموږ قوت دی. او د دغه قوت د ساتلو لپاره موږ ګڼ مشترکات او ارزښتونه لرو چې زموږ یووالي کې یې لویه مرسته کړې او لا یې هم کوي، نو که موږ غواړو چې له شته بدمرغیو څخه خپل ولس ته نجات ورکړو، نو تر ټولو لومړی باید خپل وحدت وساتو.
بله مهمه خبره داده چې موږ د ګډو ګټو تر منځ ګډ خطرونه او تهدیدونه هم لرو. د بېلګې په توګه په کومه سیمه کې چې کومه تروریستي پېښه رامنځته کېږي، نو داسې نه ده چې خطر یې یوازې یو قوم ته متوجه دی، موږ په مراتبو لیدلي چې په هره پېښه او چاودنه کې بېلابېلو قومونو ته منسوب زموږ هېوادوال متضرر شوي دي.
یانې ترهګر، چاودنې او تروریستي پېښې دېته نه ګوري، چې پښتون دې ووژل شي ، ازبک، هزاره او د افغانستان نور وروڼه قومونه دې خوندي پاتې شي، بلکې د دغو ناوړه پېښو ضرر موږ ټولو ته متوجه دی، ځکه د یو تن او وجود مثال لرو، موږ د خپل هر هېوادوال په غم، درد او ستونزه همدومره ځورېږو لکه په خپل غم او درد.
د افغانستان په دغه حساس پړاو کې باید تر بل هر وخت موږ د خپل وحدت او ملي یووالي ساتلو او پاللو ته زیات پام وکړو، د دښمنانو په تبلیغاتو او د هغو مغرضو اشخاصو په پروپاګندو باور ونه کړو چې په ښکاره د هېواد د ابادۍ، ورورۍ او خواخوږۍ چیغې وهي، خو په حقیقت کې د پردیو په لمسون او یا څو ټنګو او تورو پیسو د ترلاسه کولو په موخه هره شیبه د دې هېواد د بربادۍ او زموږ د خلکو د تباهۍ نقشې او پلانونه جوړوي.
یوازې او یوازې عقلاني چلند، دقیق فکر او د ملي یووالي ساتل موږ د داخلي او بهرنیو دښمنانو له پلانونو او دسیسو څخه خوندي کولی شي، ځکه زموږ وحدت هغه قوت دی چې دوی تل ورنه په اندېښنه کې دي، نو ښایي چې خپل دغه قوت لا غښتلی کړو او د خپل وحدت او قوت په برکته افغانستان او خپل خلک له شته بدمرغیو، ناخوالو او ستونزو څخه وباسو او د هوساژوند او پرمختللي افغانستان خاوندان یې کړو.