خبر پاڼه:

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه کمېټئ په ننګرهار ولايت کې د نجم المدارس دار العلوم ته یو مجهز او په کتابونو او سامان آلاتو سمبال کتابتون د يو رسمي پروګرام په ترڅ کې د معارف ریاست د کارکوونکو په شتون کې د نوموړي دار العلوم ادارې ته د ګټه اخستنې لپاره وسپارلو.

د کتابتون د ودانولو، په کتابونو او سامان آلاتو  سمبالولو ټول لګښت دوه لکه اتلس زره نهه سوه او شپږ امريکي ډالر دي.

دنوموړي کتابتون ودانول، په کتابونو او کمپیوټرونو او مهمو پرمختللو وسایلو سمبالول د هغه تړونليک برخه ده چې ۲۰۱۳م کال کې د سعودي عربستان سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت سره لاسليک کړ، د دې تړونليک په ترڅ کې د سعودی عربستان سفارت ژمنه کړې وه چې یو لک څلورويشت زره جلده ديني کتابونه، شل زره درسي بکسې چې په یو لک شل زره ساده کتابچو، شل زره لويو کتابچو، څلوېښت زره  قلمونو، شل زره هندسي بکسونو او شل زره قرآنکريمونو به مشتملې وي، او د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د پوهنې وزارت اړونده د ښونځيو او مدرسو زده کوونکو باندېويشل کیږي، همداراز به حکومتي لويو او مشهورو دارالعلومونو ته کتابتونونه جوړوي او په کتابونو او اړونده سامان آلاتو مجهز کوي. د پروژې لوموړۍ برخه په ۲۰۱۳ کال کې پلي شوه، چې اوسمهال یې دوهمه برخه دوام لري.

نن د سه شنبې ورځ ( ۲۴/۱/۲۰۱۷م)  د ګټې اخستنې په موخه د نجم المدارس دارالعلوم لپاره د ودان شوې او مجهز شوی کتابتون د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې وسپارل شو.

د يادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به ان شاء الله د  بلخ ولايت د اسديه دارالعلوم کتابتون هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

یاده دې وي چې د سعودي مرستندويه کمېټئ له دوه زره دوه راهيسې په ښوونيزو، روغتيایي چارو او بيړنيو مرستو په برخه کې له افغانانو سره زياتې مرستې وکړي او کوي يي